IQNA

 ۱۴۴۷ قمري کال د اربعین قرآني پروګرامونه په«رضوی تلاوت کرسئ»سره پیل شول

9:04 - July 26, 2025
د خبر لمبر: 3491450
ایکنا - د اربعین فرهنګي کمېټې د قرآني فعالیتونو مشر، سید محمد موجاني،  ووئيل؛چې د ۱۴۰۴ هـجری لمریز کال د  اربعین قرآني پروګرامونه د «رضوي تلاؤت کرسئ » په نامې سره په مشهد مقدس کې پیل شول.

ایکنانیوز راپور راکوي، دا قرآنی محفل د تپلي ۱۲ ورځنئ جګړې د شهید قومندانانو د اربعین په یاد، له نړیوالو قاریانو او د امام رضا علیه‌السلام د زیارت کوونکو په ګډون سره ، د ماښام له ۵ تر ۷ بجو پورې، د امام خمیني (ره) په شبستان کې ترسره شو.

په دغه محفل کې د فتح سورې تلاوت، د زیارت امین‌الله لوستل، او د حوزې او پوهنتون استادانو ویناوې شاملې وې. دا محفل د رضوي آستان دارالقرآن او د اربعین فرهنګي کمېټې له خوا تنظیم شوی و او د قرآن او معارف ټيلویژني چینل له لارې ژوندی خپرېد.

همداراز، د "امام رضا علیه‌السلام قرآني کاروان" به د اربعین په شپو ورځو کې په عراق کې فعالیت وکړي، چې  اسد یا مرداد د میاشتې له ۱۴ څخه به پیل شي.

آغاز برنامه‌های قرآنی اربعین ۱۴۰۴ با برگزاری کرسی تلاوت رضوی

https://iqna.ir/fa/news/4295986

captcha