IQNA

 د قرآن پخوانۍخطی نسخې؛د مراکشي څيړاند د ماسټرئ تیسس

8:31 - July 27, 2025
د خبر لمبر: 3491457
ایکا - د مراکش په پلازمېنې رباط کې د ملک محمد شپږم د قرائتونو او قرآني څېړنو مؤسسې د یوه ځانګړي علمي بحث کوربتوب وکړ. په دې ناسته کې، د دغې مؤسسې یو محصل مصعب الشرقاوي د خپلې لومړنۍ ماسټرئئ تیسس چې په انګریزي ژبه لیکل شوې وه، دفاع وکړه. د تیسس موضوع د قرآن کریم پخوانیو خطي نسخو ته ځانګړې شوې وه.

ایکنانیوز د  مراکش د اوقافو او اسلامي چارو وزارت د یوټیوب چینل له قوله راپور راکړی، د دغه تیسس یا پایان نامې  لیکنه د قرآني څېړنو په برخې کې د ملک محمد شپږم  مؤسسې د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي دا ډول څېړنې  نړیوالو ژبو ته هم پراخې کړي.

د مصعب الشرقاوي د تیسس عنوان و: “د قرآن کریم لومړنۍ خطي نسخې: د نسخه پيژندنې او تاریخ پيژندنې له نظره”. نوموړي څلور لرغوني قرآني نسخې وڅېړلې او د هغو فزیکي او خطي ځانګړنې ئې تحلیل کړې، لکه د کاغذ ډول، رنګ، څرمن، د عربۍ لیک دود، او هغه تخنیکونه چې د لیکلو لپاره کارېدلي وو.

په دغه تیسس کې یو شمېر تاریخي او هنري مهمې نسخې تحلیل شوې، لکه د برمینګهم نسخه ـ چې د تر ټولو پخوانیو موندل شوو قرآني نسخو له جملې ګڼل کېږي ـ طلایي نسخه، المریني نسخه او نور. دغه نمونې د دې لپاره کارول شوې چې د قرآن کریم د لیک د پرمختګ علمي بنسټ برابر شي.

د څېړنو کمیټې یادونه وکړه چې دا څېړنه د ملک محمد شبږم د مؤسسې یو هغه پروګرام دی  چې غواړي د زده‌کوونکو استعدادونه په نړیواله کچه وغځوي او دا ډول څېړنې د غلطو ذهنیتونو او مفاهیمو د اصلاح لپاره هم مهمې دي، څو د اسلام او مسلمانانو په اړه رښتینی انځور وړاندې کړي.

مصعب الشرقاوي وویل؛دی ویاړي چې د دغې مؤسسې لومړنی محصل دی چې خپل  تیسس ئې په انګریزي ژبه دفاع کړ ، او هیله یې وښودله چې دا ګام به نورو زده‌کوونکو ته د لوړو علمي سویو او ژبني مهارتونو د پراخولو الهام ورکړي. هغه د مؤسسې مشرتابه او خپلو استادانو د ملاتړ او لارښوونو په خاطر مننه وکړه.

 https://iqna.ir/fa/news/4296315

captcha