IQNA

د ۷۶ کلنې مصري مېرمنې د قرآن د لوستلو خوب پوره شو

8:51 - July 27, 2025
د خبر لمبر: 3491458
ایکنا - یوه بوډۍ مصري مېرمن،چې ۷۶ کلنه ده، له کلونو نالوستۍ وروسته ئې  خپل د ژوند خوب، یعنې د قرآن کریم لوستل، پوره کړئ شو.

ایکنانیوزد مصراوي  له قوله راپور راکړ، دا مېرمن چې د مصر د اسوان ولایت اوسېدونکې ده، له کوچنیوالي له زده‌کړو بې‌برخې پاتې شوې وه، خو د خپلې کلکې ارادې او د خپل لمسي په مرسته، ئې نالوستۍ ته د پای ټکی کېښود او قرآن کریم یې تلاوت کړ.

فاطمه علي محمد د مصر د ټولنیزې ملګرتیا وزارت له‌خوا د «نه نالوستي ته، هو یووالي ته» تر سرلیک لاندې د سواد زده‌کړې پروګرام کې ګډون وکړ او په بریالیتوب سره یې ازموینه ورکړه.

د هغې لمسۍ، آلاء عصام، وايي چې نیا ئې خپل پلار د ژوند په لومړیو کلونو کې له لاسه ورکړ او له همدې امله یې ښوونځی پرېښود، مخکې له دې چې دویم ټولګي بشپړ کړي. وروسته ئې ژر واده وکړ او د ۹ ماشومانو (۵ زامن، ۴ لوڼې) مور شوه.

فاطمه، سره له دې چې خپله بې‌سواده وه، خو د خپلو ماشومانو د زده‌کړې لپاره ډېر هڅاند وه، څو هغوی د هغې له برخلیک سره  مخامخ نشي. دوه لوڼه ئې له ښوونکې جوړونې پوهنځي فارغ‌التحصیل شوې، درېیمه یې د پنځه کلن ښوونکي سیستم دیپلوم واخیست او دا مهال ټولې د ښوونکو په توګه کار کوي. زامنو یې هم د مینځني تعلیم سندونه ترلاسه کړل.

آلاء وايي، کله ئې چې نیا  د سواد زده‌کړې ټولګیو ته لاړه، نو یو ځل بیا د قرآن لوستلو خوب ئې راژوندی شو. نو آلاء لومړی هغه ته الف‌باء ور وښوده، بیا ئې د زده‌کوونکو یوې بلې ټولۍ ته بوتله. ورځ تر بلې، دا خوب نږدې کېده تر څو چې د ازموینې وخت راورسېد، او نیا ئې بریالۍ شوه.

آلاء خوښي وښودله چې وکولای شول د خپلې نیا له نالوستۍ خلاصون او د قرآن د لوستلو خوب پوره کولو سره د هغې د هڅو قدر وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4296188

captcha