ایکنانیوزد الکفیل له قوله راپور راکړ، د بابل ولایت د قرآن کریم مؤسسې مدیر، سید منتظر مشایخي وویل چې د مؤسسې له خوا له مخکې سنجول شوي پلان به اساس، دا سلسله مجلسونه تنظیم شوي. د ګډونوالو لپاره یو عصري او مجهز تالار چمتو شوی.
د ده په وینا، دا محفلونه به د اوو شپو لپاره دوام وکړي، چې په ترڅ کې به ئې د قرآني او فکري موضوعګانو اړوند بحثونه د حوزوي استادانو له خوا وړاندې شي. سربېره پردې، د امام حسین (ع) د شهادت عزادارئ، د قرآن تلاوت، او د ثوابونو د ډالۍ بروګام د حضرت سیدالشهداء او حضرت ابوالفضل العباس (علهیم السلام) د پاکو ارواحو لپاره هم ترسره کېږي.
دا ټول فعالیتونه د محرم د میاشتې لپاره د علمي قرآني مجمع د پراخو پروګامونو یوه برخه ده، چې موخه ئې د دیني او فرهنګي پوهې لوړول دي.
https://iqna.ir/fa/news/4296233