IQNA

د اسلامي ملګرتیا موسیسه د فرانسې د فلسطین پېژندنې پرېکړه وستایله

10:38 - July 27, 2025
د خبر لمبر: 3491460
ایکنا - د اسلامي ملګرتیا موسیسې عمومي منشي، د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون له هغې پرېکړې چې غواړي په راتلونکي سپټمبر میاشت کې فلسطین د یوه رسمي هېواد په توګه وپېژني، هرکلی وکړ.

ایکنا نیوز د او ائي سي د رسمي وېب‌پاڼې له قوله راپور راکړ،حسین  ابراهیم طه، دا پرېکړه د نړیوالو قوانینو سره همغږې او د فرانسې د پخوانیو هڅو یوه برخه وبلله، څو د فلسطین د خلکو د حقونو، لکه د خپل برخلیک د ټاکلو حق او د یو خپلواکه حکومت  د جوړولو لپاره ملاتړ وکړي.

نوموړي وویل چې دا پرېکړه به د فلسطین د سیاسي او حقوقي موقف په نړیواله کچه پیاوړی کړي، او له هغو هېوادونو ئې هم وغوښتل چې لا ئې هم فلسطین نه دی پېژندلی، څو دغه اقدام ترسره کړي او د فلسطین د ملګرو ملتو د بشپړ غړیتوب ملاتړ وکړي.

هغه همداراز د فلسطین د سولې د هوارۍ لپاره د سعودي عربستان او فرانسې په مشرۍ راتلونکې اونۍ د لوړې کچې نړیوال کنفرانس پر اهمیت ټینګار وکړ، او د دوو  حکومتونو د حل د لیدلوري او د نړیوالو روا پرېکړو او د عربي سولې د طرحې پر بنسټ د سیمې د ثبات او سولې د راوستلو لپاره د عملي اقداماتو غوښتنه وکړه.

امانوئل مکرون د پنجشنبې په شپه اعلان  کړی چې فرانسه به فلسطین په رسمیت وپېژني، او دا به په رسمي ډول د ملګرو ملتو په عمومي غونډه کې اعلان کړي. هغه پر ایکس (توئیتر) کې لیکلي: «سوله ممکنه ده»، او دا پرېکړه ئې د مینځني ختیځ د سولې دپاره د فرانسې د تاریخي ژمنتیا له مخې یاده کړه.

مکرون همداراز د غزې د جنګ د سمدستي اوربند، د اسیر شویو اسراییلي وګړو د خلاصون، او د بشري مرستو د لېږد غوښتنه وکړه. نوموړي پر دې هم ټینګار وکړ چې باید «حماس بې‌وسلې» شي او غزه امنه شي او له سره ورغول شي.

https://iqna.ir/fa/news/4296300

captcha