IQNA

په پاکستان کې تشیع نومې کتاب په عراق کې چاپ شو

6:27 - July 28, 2025
د خبر لمبر: 3491466
ایکنا - یو نوې کتاب د عراقي لیکوال او څېړونکي سعید رشید زمیزم له‌خوا، د ؛ په پاکستان کې تشیعّ نومې  کتاب تازه په  کربلا مقدس ښار کې چاپ شوی دی.

د ایکنا د راپور له مخې، دا کتاب د زمیزم له‌خوا د هغه  د څلورو میداني سفرونو پر اساس لیکل شوی دی، چې د پاکستان بېلابېلو ښارونو ته ‌ئې کړي او هلته ‌یې د شیعیانو د شتون، دودونو او دیني وضعیت څېړنه کړې ده.

نوموړي وویل مونږ د پاکستان د بېلابېلو فرقه‌وو له دیني او ټولنیزو شخصیتونو سره مرکې کړې دي، او دا معلومات مو د خپلو ۱۱۰ لاسوندونو او چاپي آثارو په وروستۍ نسخې کې راټول کړي دي."

انتشار کتاب «شیعه در پاکستان» در کربلای معلی

سعید رشید زمیزم په ۱۹۵۱م کال کې په کربلا کې زېږېدلی. لومړني زده کړې‌یې هم هلته پای ته رسولي، او وروسته بغداد ته د لوړو زده کړو لپاره تللی. نوموړی تر اوسه له ۷۰ ډېر کتابونه لیکلي، چې په بیروت، قم، بغداد او کربلا کې چاپ شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4296466

captcha