د ایکنا د راپور له مخې، د اتحادئې مشر، علي القرهداغي او د دغې اتحادیې عمومي منشي، علي الصلابي، په یوه پرانیستي لیک کې د الازهر د ستر شیخ، احمد الطیب، هغه پریکنده دریځونه وستایل چې د فلسطیني ملت پر وړاندې د صهیونیستي یرغل په اړه ئې نیولي دي.
دوی په دې لیک کې ټینګار کړی، چې الازهر تل د مظلومانو د ملاتړ او د اسلامي امت د آرمانونو د دفاع تاریخي مرکز پاتې شوی، او د اسرائیلي نیواک او استعماري سیاستونو پر وړاندې ئې مخکښ او مؤثر رول ادا کړی دی.
د اتحادیې دا دوه مسؤولان له الازهر څخه غوښتنه کوې چې یوه څرګنده شرعي فتوا دې صادره کړي چې پر اساس ئې د غزې له محاصرې د خلاصون، بشردوستانه مرستو ته د زمینې برابرولو، او د غزې له خلکو د ملاتړ شرعي، اخلاقي او انساني وجوب څرګند شي.
دوی هیله څرګنده کړه چې الازهر باید د محاصرې د ماتولو او د صهیونیستي یرغل د درولو په برخه کې غښتلي او څرګند دریځ غوره کړي، او هغه کسانو ته چې د مظلومانو ملاتړ نه کوي، د الله تعالی د غضب خبرداری ورکړ.
په همدې تړاو، تېرې اونۍ د دې اتحادیې مشر، شیخ علي محييالدین قرهداغي، یو بیان خپور کړی و او پکې ئې د غزې له فلسطینیانو ملاتړ اعلان کړ. نوموړي ټینګار کړی و چې د غزې د ماشومانو، ښځو او نارینهوو وینه د ټول امت اسلام غاړه ده.
په دې بیان کې راغلي وو:زه له اسلامي امت د حکومتونو او د مسلمانانو د وړو لویو شخصیتونو غوښتنه کوم، چې د غزې د مظلومو خلکو د ژغورنې لپاره دې په هر ډول جهاد لاس پورې کړي، که هغه د مال، ځان، وینا یا عمل له لارې وي."
قرهداغي زیاته کړې وه:هغه څه چې نن سبا په غزې کې روان دي، یوازې یوه جګړه نه ده، بلکې یو بشپړ جنایت دی: بشپړه محاصره، سیستماتیک لوږه، او د ولسي خلکو عامه وژنه، تر دې چې غزه اوس داسې زندان ته ورته شوې، چې نه پکې خواړه شته، نه دارو، او نه هم اوبه."
هغه کسان چې له دغو مظلومو خلکو سره مرسته نه کوي، سره له دې چې توان لري، له دیني او اخلاقي ورورولۍ سره خیانت کوي، او د الله له هغه تهدید سره مخ دي چې فرمایي:
«إِنَّ الَّذِینَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلَائِکَةُ ظَالِمِي أَنفُسِهِمْ... ( هغه کسان چې پر ځان ئې ظلم کړی و، کله چې فرښتې ئې روح اخلي، وايي: تاسې په څه حال کې واست؟ وايي: مونږ په ځمکه کې کمزوري وو؛ فرښتې ورته وايي: آیا د الله ځمکه پراخه نه وه چې هجرت مو کړی وای؟ د دغو ځای دوزخ دی او څومره بد انجام دی.) (سورة نساء، آیت ۹۷)
او همداراز فرمایي:وَقِفُوهُمْ إِنَّهُم مَّسْئُولُونَ» (وې دروئ، دوی مسؤل دي(سورة صافات، آیت ۲۴)
https://iqna.ir/fa/news/4296502