IQNA

د نړۍ د لومړي آرټیفیشل حدیثي مرستندوی سیستم پرانستل شو

11:12 - July 30, 2025
د خبر لمبر: 3491476
ایکنا - د اسلامي علومو کمپيوټري څېړنو د مرکز (نور) مشر حجت‌الاسلام والمسلمین محمدحسین بهرامي، د «له احادیثو سره خبرې» په نوم د يوه سمارټ او آرټیفیشل سیسټم په فعالېدو سره، دا د حديث‌څيړنې په برخې کې د اسلامي نړۍ لومړنی سمارټ او آرټیفیشل مرستندوي وباله، چې د ځاي پوهې پر بنسټ رامینځته شوی او پر متقن او د باور وړ حدیثي سرچینو ولاړ دی.

د ایکنانیوز د  خبريال د راپور له مخې، حجت‌الاسلام بهرامي،د زمري په ۶ د خبريالانو په يوې غونډې کې وويل: له کلونو راهيسې د اسلامي سرچينو په برخې کې د مصنوعي ذهانت یا  ځيرکتيا (آرټیفیشل انټلیجنس) کارونه د ډېرو څېړونکو هيله وه، او د اسلامي علومو او انساني علومو د ډيجيتلي توليداتو کارکوونکي هڅه کوي چې له دغه ظرفيته د ديني متنونو، په ځانګړي ډول احادیثو، د تحلیل او راټولولو لپاره ګټه پورته کړي.

هغه زياته کړه: د دغه نوښت اهميت د اسلامي سرچينو په ډيجيتلي بدلون کې دومره ژور دی، چې حديثي محتوا ته د نوې کچې لاسرسی، تحلیل او لټون امکان برابروي. نن سبا مونږ د يو داسې سيستم د معرفي شاهدان يو، چې په دې برخه کې يو مهم ګام ګڼل کېږي.

هغه دا هم وويل: په تېرو دوو کلونو کې اړين بیخ بینائي تاسیسات تیار شوې دي، لکه محاسباتي بنسټونه او معلوماتي بانکونه سسټمونه، چې دا ټول د مرکز د مصنوعي ځيرکتيا د برخې لپاره يو ارزښتناکه پانګه ده.

حجت‌الاسلام بهرامي زياته کړه: زمونږ د مصنوعي ځيرکتيا (اې آئی)په برخې کې په شاملو فعالیتونو کې  ډيجيتلي کول، نښان‌لګونه (Labeling)، د متن توليدول، د مقالو ليکل د کریډیټو

نو پر اساس، او د تخصصي متنونو ژباړه پکې شامله ده. د دې ترڅنګ، ډېر ژر به د اسلامي انساني علومو يو تخصصي مرستندوی (ایډوایزر) هم معرفي شي. دا يوازې لومړی ګام دی، او پلان شته چې دا مرستندوی د رجال، تاريخ او نورو برخو ته هم وغځېږي، څو د اسلامي انساني علومو لپاره يو جامع مرستندوی شي.

د مرکز رئيس دا هم وويل: د اسلامي انساني علومو د هوښیارې راتلونکې لپاره، د «اسلامي او انساني علومو ډيجيتلي» کنفرانس به د میزان/تلې په میاشت کې ترسره شي، چې پکښې به د  مصنوعي ذهانت اړوند تخصصی مسایل وڅېړل شي. سربېره پر دې، د کال تر پای پورې به هره میاشت يو هوښیاریا سمارټ محصول معرفي شي.

هغه وويل: دغه سيستم پر متقن او د باور وړ معلوماتو باندې ولاړ دی، او د حديث‌پوهانو هغه ستونزه چې کابو زر کاله کېږي ورسره مخامخ وو، اوس په ډېره کچه د دې نوې ټکنالوژۍ له لارې حل شوې ده.

پژوهشګرانو ته دا هم وويل شو: د «له احادیثو سره خبرې»  سمارټ سيستم ته د لاسرسي لپاره دا لینک کارولای شئ:

 

https://iqna.ir/fa/news/4296804

captcha