IQNA

د آل‌عمران سورې د ۱۳۹ آیت تلاوت د امیرحسین انواري په غږ(فیلم)

11:20 - July 30, 2025
د خبر لمبر: 3491478
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت یو ممتاز قاری امیرحسین انواري، د «فتح» قرآني کمپاین په لړ کې چې د قرآن نړیوال خبري آژانس (ایکنا) له‌خوا ترسره کېږي، د آل‌عمران سورې ۱۳۹ آیت تلاوت کړی دی.

د ایکنا نیوز د راپور له مخې، د صهیونیستي رژیم له خوا پر ایران  له بریدونو او د دښمنانو له بېلابېلو دسیسو سره، چې هدف یې د اسلامي انقلاب د ملت د روحیې کمزوري کول او نااميدي خپرول دي، د «فتح» قرآني کمپاین پيل شوی دی.

ددغه کمپاین موخې!

د اسلامي  انقلاب د وسلوالو ځواکونو د مجاهدینو د روحیې پیاوړتیا

په ټولنې کې د امید او آرامۍ خپرول

د قرآن کریم د الهی پیغام پراخول، هم په ملي او هم نړیواله کچه

پخواني قاریان، ځوانان، او قرآني فعالان کولای شي د سوره فتح د لومړنیو آیتونو، د آل‌عمران د ۱۳۹م آیت، سوره نصر او نورو آیتونو تلاوت ثبت کړي او ویډیويي فایل یې د  fathadmin   کارن نوم ته د ایټا، بله او نورو پیغام‌رسوونکو اپلکشنونو له لارې واستوي.

د دغه کمپاین لپاره د ترلاسه شویو تلاوتونو په دوام، امیرحسین انواري د آل‌عمران سورې ۱۳۹ آیت تلاوت کړی، چې لاندېني ویډیوئي کلیپ کې  ئې اورېدلای شئ:

﴿وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ کُنْتُمْ مُؤْمِنِینَ﴾ (آل‌عمران: ۱۳۹)

او د حق د فرمانونو د پلي کولو او له دښمن سره د جهاد په لاره کې سستی او لټي مه کوئ او له هغو پېښو، سختیو او مصیبتونو چې درته رسیږي، مه خپه کیږئ؛ که تاسې مؤمنان یاست، نو تاسې برتر یاست.

  https://iqna.ir/fa/news/4296926

captcha