ایکنانیوزد الدستور له قوله راپور راکوی،د اردن د عجلون ولایت د اوقافو مشر، صفوان القضاة،ووئیل چې کابو نهه زره زدهکوونکي (هلکان او نجونې) سږکال د قرآن کریم د حفظ او زدهکړو په دوبني پروګرامونو کې شامل شوي دي.
دا پروګرامونه د "راځئ لاسونه سره ورکړو تر څو راتلونکي نسلونه د نشهیي توکو له زیانه وژغورو"په شعارسره، د دیني، ټولنیزو او روغتیائي پوهنې موخې لري.
د دې پروګرام تر چتر لاندې د عجلون، عین جنا، عنجره، شفاء، عرجان، کفرنجه، او صخره په سیمو کې زده کوونکي (په تیره بیا نجونې) قرآن زده کوي، چې له دوي سره ۱۴۵۵ نجونې یوازې په کفرنجه سیمه کې ګډون لري.
استادان (ښځې او نارینه) د قرآن کریم ماهرین دي. د اوقاف وزارت هدف لري چې د اسلام حقیقي څېره، چې د انسانیت، زغم او اخلاقو پر بنسټ ولاړه ده، خلکو ته وښيي.
https://iqna.ir/fa/news/4297017