ایکنانیوز په هند کې د ایران د سفارت له قوله راپور راکړی،په نوي ډیلي کې د ایران د اسلامی چمهوریت سفارت په یوې اعلامیې په خپرولو سره د ایران د اسلامي انقلاب د معظم لارښود حضرت یتالله العظمی سید علی خامنهای (مدظلهالعالی)،په شان کې د هند ځینو ټيلیویژني چینلونو له خواسپک اقدام غندلی او په دې اړه ئې سخت غبرګون ښودلی او دا اقدام ئې یې غیر مسلکي بللی دی.
په هندوستان کې د ایران سفارت په X (توېټر) پاڼې کې یوه اعلامیه خپره کړې او لیکلي ئې دي: دا ډول اقدامات د خلکو باور ته تاوان رسوي او د رسنیو مسلکي حیثیت له خطرې سره مخ کوي.
په اعلامیې کې ویل شوي: هندي رسنۍ باید له دروغجنو خبرونو او جعلي راپورونو له خپرولو ډډه وکړي، ځکه دا کار نه یوازې د خلکو افکار داغي کوي،بلکې د دوي اعتبار هم له مینځه وړي.
په نوي ډيلي کې د ایران سفارت په اعلامیې کې ټینګارشوی چې د بیان ازادئ او د خلکو د معلوماتو حق ته ژمن دی، خو له هندي رسنیو غوښتل شوي چې د ایران په اړه دې د خبرونو په خپرولو کې له بېطرفه او باوري سرچینو کار واخلي.
د جمو او کشمیر اهل تشیَع د ټولنې غبرګون
د حضرت آیتالله العظمی سید علی خامنهای پر ضد د ځينو هندي چینلونوله سپکاوي وروسته، د «انجمن شرعی شیعیان» له خوا په سرینګر کې پراخه غونډه وشوه، او دوي دا اقدام په کلکه وغنده. دوی له هندي حکومت او د نظارت ارګانونو څخه د رسمي بخښنې او قانوني اقدام غوښتنه وکړه.
په دغې غونډې کې ګڼ دیني علما، خطیبان او د ټولنې غړي د هند له بېلابېلو سیمو ورغلي وو، چې دا د شیعیانو د ټولنې د ژور حساسیت څرګندونه کوي.
د هند د عالماتو ټولنه: رسانۍ دې اخلاقي اصول رعایت کړي
د هند د عالمانؤ ټولنې (مجمع علمای هند) مشر حجتالاسلام ابن حسن املوي هم په یوې اعلامیې کې دا اقدام په کلکه غندلی او دا ئې د دیني، اخلاقي او مسلکي اصولو ښکاره خلاف ورزي بللی دی.
په پای کې ئې له هندي رسنیو غوښتنه کړې: کله کور مو د ښیښو جوړ دی، نو د نورو پر کورونو ډبرې مه ورغورځوئ. لږ تر لږه دا تمه له رسنیو شته چې اخلاقي، دیني او مسلکي اصول رعایت کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4297247