IQNA

د عمرې سفر د ښه والي لپاره د سعودي عربستان نوې پروژه

10:39 - August 02, 2025
د خبر لمبر: 3491488
ایکنا - د سعودي عربستان حکومت یو شمېر نوې پروژې معرفي کړې دي، څو د مکې او مدینې د عمره‌کوونکو د آرامښت تجربه لا ښه کړي.

 ایکنانیوز د  Gbusiness خپرونې له قوله راپور راکړی، دغه نوې پروژې په نوې ډیجیټلي بڼه، د امنیتي اقداماتو ښه‌والي او د بنسټیزو خدماتو پیاوړتیا باندې تمرکز لري.

د «رشد» اپلیکیشن

د سعودي عربستان د اسلامي چارو وزارت د ۱۴۴۷ هجري قمری کال د عمرې  موسم له پیل سره، په مدینه منوره کې د «رشد» اپلیکیشن د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړی دی.

دا اپلیکیشن زایرینو ته ډېر ډول ډیجیټلي خدمات وړاندې کوي؛ لکه الیکټرونیکي قرآن، د مکې پر وخت د لمانځه مهالویش، د قبلې لوری، او څو ژبې درې‌بعدي (3 ډي)مجازي لارښونه د حج او عمرې لپاره. دغه راز، اپلیکیشن یو اسلامي برېښنایي کتابتون لري او کاروونکي ئې د «صحیح الاستشهاد» ویب‌سایټ ته هم لاسرسی لري.

د سعودي خبري آژانس په وینا، دا اپلیکیشن په مهمو سیمو کې فعال  دی، په تېرهبیا د  مسجدالنبي(ص) او تاریخي جوماتونو شاخوا ، څو زیارتوال  د معنوي سفر کیفیت لوړ کړائ شي.

سمارټ پټئ یا لاسبند (بریسلیټ)

د مسجدالحرام او مسجدالنبي(ص) عمومي ادارې، د ماشومانو، زړو خلکو او کم‌بینو مسافرینو لپاره هوښیار او خوندیتوب لرونکي لاس‌بندونه معرفي کړي دي. دا بریسلیټونه د بیړني تماس معلومات لري او د اړتیا په وخت کې د چټکې مرستې زمینه برابروي، چې د زیارتوالو د آرامتیا سبب ګرځي.

دا نوښت هڅه کوي چې ۲۴ ساعته یوپارچه خدمتونه چمتو کړي څو د ټولو زایرینو خوندیتوب او هوساینې تضمین وکړي.

د مدینې د بنسټونو ښه‌والی

د مدینې د پراختیا ادارې، د ۲۰۲۴ کال لپاره، ۱۶ پروژې د زایرینو د تجربې د ښه‌والي لپاره پلې کړې دي. دا پروژې په بیخ بینائي تاسیساتو ، د جمعیت مدیریت، او د مصنوعي ځیرکتیا پر کارونې تمرکز لري. هدف دا دی چې د مسجدالنبي(ص) او شاوخوا تاریخي سیمو کې د اسان  او منظم  زیارت فضا رامینځته شي.

د غیرقانوني مرکزونو تړل

د سعودي د ګرځندوی وزارت د مکې په ښار کې ۲۵ غیر قانوني مېلمستونونه د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې وتړل. علتونه ئې د جواز نشتوالی، کمزوري خدمات او امنیتي اندېښنې دي. دا ګام د دې لپاره دی چې ټول خدمات باید د قوانینو سره سم او د زایرینو د تمې مطابق وي.

 «میلمانه مو لومړیتوب دي»  په عنوان سره د ګرځندوی وزارت کمپاین خلک هڅوي چې د ۹۳۰ یوپارچه خدماتي مرکزونو له لارې له لوړ کیفیتي خدماتو ګټه واخلي.

نوي خدماتي مرکزونه

په ۲۰۲۴ کال کې، د مسجدالنبي(ص) صحنونو کې دوو خدماتي مرکزونو شاوخوا ۱۸۸,۰۰۰ زایرینو ته خدمتونه وړاندې کړي دي. دا مرکزونه ژبني لارښو نې، حرکتي وسایل، معلوماتي مواد او د ماشومانو او زړو خلکو لپاره لاس‌بندونه ورکوي، څو زایرین مسجد ته په آسانۍ سره داخل شي او مرسته تر لاسه کړي.

دا ټولې هڅې د حرمینو د عامه ادارې له پراخ مأموریت سره تړاو لري، څو چاپېریالي، انساني، او امنیتي خدمات د ډیجیټلي نوښت، مقرراتو پلي کېدو، او بنسټیزو آسانتیاوو د پراختیا له لارې لا ښه شي.

https://iqna.ir/fa/news/4297277

captcha