IQNA

د شارجه د قرآن کریم مجمع دریم پسرلنی پروګرام پای ته ورسېد

9:40 - August 03, 2025
د خبر لمبر: 3491495
ایکنا - د متحده عربی اماراتو په شارجه کې د قرآن کریم د ټولنې دریم پسرلنی تعلیمي پروګرام د تیرې پنجشنبې په ورځ، د زمرپی یا اسد د میاشتې په ۹ پای ته ورسېد.

د ایکنانیوز  د راپور له مخې، د دغه پروګرام شعار «د اصیل قرآني فرهنګ پر لور» و او د چنګاښ د میاشتې له ۱۶ تر اسد یا زمري د میاشتې تر  ۹  (د جولای له ۷ تر ۳۱) پورې دوام وکړ. په دغه تعلیمي پروګرام کې تر ۱۰۵۰ زیاتو ګډونوال او ۲۹۳ زره تنه د ټولنیزو رسنیو له لارې برخه‌وال ول.

د شارجه د قرآن د مجمعې په وینا، د ګډونوالو لوړ شمېر دا ښئي چې د اماراتو خلک د تعلیمي او بدیلو پسرلنيو پروګرامونو سره ژوره دلچسپي لري. دا پروګرام د بېلابېلو نسلونو وړتیاوې وارزولې او د هغوی علمي، ټولنیزې او شخصي مهارتونه ئې پیاوړي کړل.

د مجمع عمومي منشي، عبدالله خلف الحوسني، د پایزودستورو پر مهال وویل: دا فعالیتونه چې د مجمع د لیدلوري پر بنسټ ترتیب شوي، د اماراتي ښاریزو لپاره یوه غوره زمینه برابروي څو خپلې علمي او ادراکي وړتیاوې پراخې کړي.

نوموړي زیاته کړه: له دې پروګرام سره د خلکو ګډون او تعامل ، د قرآن د مجمعې د علمي او ټولنیز رول د بریالیتوب یوه څرګنده نښه ده.

یاد پروګرام د بیلابیلو برخو تعلیمي ورکشاپونه درلودل؛ لکه: د قرآني خطاطۍ، تذهیب، تجوید، د حروفو مخارج او د قرآن له همنشینۍ د ګډونوالو تجربې بیانول.

د پای مراسمو پر مهال، عبدالله خلف الحوسني، د مشهور اماراتي قاري هزاع البلوشي او یو شمېر نورو قرآني چارواکو په شتون کې د همکارو ډلو او غوره ګډونوالو مننه او قدرداني وکړه.

 

https://iqna.ir/fa/news/4297664

captcha