IQNA

په قطر کې د زده‌کوونکو لپاره د قرآني اوړي پروګرام پراخ هرکلی شوی

7:29 - August 05, 2025
د خبر لمبر: 3491498
ایکنا - د قطر د اوقافو او ديني ارشاد وزارت له خوا د «قرآن مهارت»په عنوان سره د قرآن کریم د اوړي پروګرام د مختلفو عمرونو زده‌کوونکو له خوا تود هرکلی شوی.

ایکنانیوز د الرایه ورځپاڼې له قوله راپور راپور راکوي، دا قرآني پروګرام په دوو تخصصي مرکزونو کې ترسره کېږي. زده‌کوونکي په دوبي موسم کې د قرآن د تلاوت، حفظ یا تکرار لپاره ګډون کوي.

د دغه پروګرام کوربه‌توب د  جاسم درویش فخرو جامع مسجد (ابو هامور سیمه) او د  محمد بن عبدالعزیز آل ثان  جامع مسجد (حزم المرخیه سیمه) کوي.

د پروګرام موخه دا ده چې زده‌کوونکي د دوبي له رخصتیو ګټه واخلي، خپل علمي، اخلاقي او ديني کچه لوړه کړي، او له قرآن سره ژوره اړیکه پیدا کړي.

شیخ عمرو الملیکي، چې د محمد بن عبدالعزیز جامع مسجد د پروګرام ناظر دی، وویل: دا پروګرام د قرآن حفظ، تکرار، او صحیح تلاوت ته ځانګړی شوی دی. تر څنګ یې تربیتي او تفریحي فعالیتونه هم شامل دي.

پروګرام دوه برخې لري:

  • د تکرار برخه: د بشپړ قرآن، ۲۵، ۲۰، ۱۰ یا  ۵  سپارو یا جزؤ تکرار ته ځانګړې شوې. د حفظ او تلاوت برخه: هغو زده‌کوونکو ته ځانګړې شوې چې له پخوا یې څه برخه حفظ کړې وي.

۹۰ زده‌کوونکي ګډون کړی، چې نیمایي ئې حافظان دي.

دا پروګرام د ۲۰۲۵ کال د جولای پر ۱۳ پیل شوی او تر ۲۰۲۵ کال د اګست تر ۱۳ پورې دوام کوي. هره اونۍ له یکشنبې تر چهارشنبې، له سهار ۸ بجو تر ۱۱ پورې پر مخ وړل کېږي.

 https://iqna.ir/fa/news/4297937

captcha