ایکنا - د نجف اشرف په مقدس ښار کې د ستر دینی مجع آيتالله العظمی سيد علي سيستاني دفتر په يو رسمي بيان کې اعلان کړی، چې سياسي يا خدماتي ادارې حق نه لري چې د دوي انځورونه په عامو ځایونو، په تیره بیا د حسینی اربعین د پيادهروۍ پر مهال وکاروي.

ایکنانیوز د میدلایست نیوزله قوله راپور راکوي، دا پرېکړه وروسته له دې شوې چې راپورونه خپره شول، ځینو ادارو د حضرت امام حسین علیه السلام د مقدس زیارت په لاره کې د آيتالله سيستاني انځورونه پر لوحو، پوسټرونو او شعارونو کې لګولي دي.
په بيانیې کې راغلي: مونږ له دغه کار سره مخالفت لرو، او له ټولو ادارو غوښتنه کوو چې له دې کاره ډډه وکړي. له اړوندو ارګانونو هم غوښتنه کوو چې لازم اقدامات ترسره کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4297926