IQNA

د الازهر او د مسلمانو حکماؤ شورا د «لوی اسرائیل» توهم په اړه سخت غبرګون وښود

15:41 - August 15, 2025
د خبر لمبر: 3491541
ایکنا- د مصر د الازهر اسلامي مرکز او د مسلمانو حکماوو شورا د جلا اعلامیو په خپرولو سره د صهیونیستي نیواکګر رژیم د چارواکو لمسؤنکی څرګندونې، چې د «لوی اسرائیل» توهم په اړه دي، په کلکه وغندلې.

د ایکنانیوز الاهرام ویب پاڼې له قوله راپورراکړ، د مصر د الازهر اسلامی مرکز  په خپلې بیانیې کې ټینګار کړی: دا څرګندونې د نیواکګر ذهنیت د ريښو ژوروالي او د نیواکګرو غاصبانو د افراطي ارمانونو او موخو د ایشواکیدا ښکارندویي کوي، چې د سیمې د هیوادونو د شتمنیو د نیولو او د فلسطین په پاتې خاورې باندې د سلطې په لټه کې دي، چې دا د خلکو د ارادې او برخلیک ښکاره خلاف ورزي او د نه منلو وړ دی.په بیانیه کې راغلي: دا سیاسي توهمات هیڅکله حقیقت نه بدلوي او یوازې غرور،تکبر  او هڅې دي چې د نیواکګرو له خوا په غزې کې له جنایاتو، عامووژنو او نسل‌وژنو  پاملرنه واړوي،څو فلسطین د نړۍ له نقشې ورک شي. دا زاړې پالیسۍ د فلسطین د یوې چپې خاورې نیواک ته هم رواوالی نه ورکوي. فلسطین په بشپړه توګه عربي او اسلامي خاوره ده او د  له مینځه وړلو  او د حقایقو د تریحفیدا پر وړاندې به مقاومت وکړي. حقونه د وخت په تېریدو سره له مینځه نه ځي او هغه څه چې پر باطل ولاړ وي، باطل دي او په مینځه تلو محکوم دي. الازهر د هغو افراطي دیني روایتونو پر پریکنده ردیدا ټینګار وکړ، چې نیواکګر ئې وخت ناوخت د هیوادونو او د سیمې د خلکو د جدیت د ازمویلو لپاره خپروي، دوي له عربي او اسلامي نړۍ  وغوښتل چې د دغه غرور او تکبر پر وړاندې، چې د ملتونو یووالی او د ټولې سیمې ثبات ګواښي، متحد شي.الازهر په پاي کې د عربي او اسلامي مشترک موقف د پیاوړتیا او سیاسي، ‌ډیپلوماټیکو او رسنیزو هڅو د زیاتولو غوښتنه وکړه څو د نیواکګرو غاصبانو دروغجن روایتونه ایشوا او د دوي د پلانونو پر وړاندې مبارزه وشي، دوي ټینګار   کړی: د الاقصى مقدس جومات او نور ټول مقدس ځایونه اسانه نوړئ نه ده او حق به خپلو خاوندانو ته بیرته وګرځي او باطل، که هر څومره وخت تیر شي،، له مینځه به لاړ شي.   

            همدارنګه، د مسلمانو حکماوو شورا هم په یوه بیانیه کې دا سخیفې څرګندونې د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزي وبلله او وئيلي ئې دي، دا څرګندونې د هیوادونو د حاکمیت اومځکنئ بشپړتیا ته د درناوي په تضاد کې دي، د سولې د رامینځته کولو هڅې کمزورې کوي او د سیمې او نړۍ امنیت او ثبات ته ګواښ دي.د مسلمانو حکماوو شورا له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې خپل مسؤلیتونه پر غاړه واخلي او سمدستي او بیړنی اقدام وکړي څو د اسرائیلي نیواکګر رژیم د خلاف ورزیو او جنایتونو پر وړاندې ودریږي، پر فلسطینیانو یرغل بند کړي، د لوږې پالیسي او د اجباري کوچولو هڅې رد کړي، او د فلسطینیانو هغه درد او کړاؤ پای ته ورسوي، چې له ۷ لسیزو راهیسې دوام لري، او د دوي روا حق د خپل  خپلواکه دولت د جوړولو لپاره، چې پایتخت ئې قدس شریف وي، په رسمیت وپېژني.

https://iqna.ir/fa/news/4299992

captcha