د ایکنا د راپور له مخې، د حسیني اربعین قرآني کاروان، چې د «امام رضا (ع)» په نوم یادیږي،د زمری یا اسد دمیاشتې له ۱۷ څخه د حسینی اربعین د پیاده تګ په لاره کې په بېلابېلو موکبونو کې خپل پروګرامونه ترسره کړل او پرون ، جمعه، د زمري د میاشتې په ۲۴ نیټې ، د خپل پروګرام له مخې خپل وطن ته راستانه شول . د دې کاروان د پروګرامونو په مینځ کې، مهدي غلامنژاد او مهدي تقيپور، دوه تنه نړیوال او ممتاز ایراني قاریان، د حسیني عتباتو پورې اړوند د عتبیتین مقدس موکب کې، چې همغږي یې د حشد الشعبي له خوا شوې وه، د قرآن کریم تلاوت وکړ.
https://iqna.ir/fa/news/4299990