IQNA

په مصري قرآنی اپلیکیشن کې د ۴۷ قاریانو  د تلاوت خپرونه

6:44 - August 17, 2025
د خبر لمبر: 3491557
ایکنا - د «مصر قرآن کریم» اپلیکیشن په مصر کې د قرآن کریم د حفظ لپاره یو له نوښتګرو وسیلو څخه دی چې کاروونکو ته اجازت ورکوي،د دې اپلیکیشن د کارولو پر مهال د ۴۷ قاریانو له تلاوتونو  ګټه پورته کړي.

 ایکنانیوز  د دارالمعارف په حواله راپور راکوي، د مصر د «المتحده» شرکت د دیني چارومشر  یوسف عامر په دې اړه وویل: د «مصر قرآن کریم» اپلیکیشن د قرآن کریم د حفظ او قرآنی علومو د خپرولو لپاره یوه نوښتګره وسیله ده.هغه زیاته کړه: دا اپلیکیشن کاروونکو ته دا امکان ورکوي چې د ۴۷ نامتو مصري قاریانو، لکه استاد عبدالباسط عبدالصمد، شیخ طبلاوي، منشاوي او د مصر د قرآن راډیو لخوا تائید شويو ځوان قاریانو، مرتل او د تجوید سره سم تلاوتونه واوري.هغه وویل: د قاري او سورې انتخاب، د «مصحف معلم» له لارې د قرآن د حفظ د تعلیمي خدمتونو څخه ګټه اخیستل، د شیخ محمود خلیل الحصري قرآنی تعلیمي نسخه، د شرعي اوقاتو اعلان او د قبلې د لوري تشخیص د «مصر قرآن کریم» اپلیکیشن له امکاناتو څخه دي.عامر روښانه کړه: د دې اپلیکیشن د پراختیا وروستی پړاو د مصر د دارالافتاء د فتواوو یوې ځانګړې برخې اضافه کول شامل دي، چې په عقیدوي، عبادي، معاملوي او اخلاقي برخو کې وي، او همدارنګه د فتوا غوښتنه او د فتوا منشيانو له خوا د چټک ځواب ترلاسه کولو امکان.هغه وویل: دا اپلیکیشن کاروونکو ته دا امکان هم ورکوي چې د «مصر قرآن کریم» سپوږمکیز چینل پروګرامونه، چې د مصري قاریانو په غږونو د قرآن تلاوت خپروي، په ژوندۍ بڼه وګوري. دا  چینل همدارنګه د قرآن کریم بشپړ ختم په دوو ورځو کې کوي او د حج او عمرې د مناسکو اړوند معلومات او شرعي احکام وړاندې کوي.د المتحده شرکت د دیني چارو رئیس ټینګار وکړ: دا شرکت د اپلیکیشن د خدمتونو د کارولو د اسانتیا لپاره هڅې کوي او ځینې خدمتونه، لکه د تائید شويو قاریانو په غږونو د قرآن اورېدل، پرته له انټرنټ اړتیا ګروهمنمو  ته وړاندې کوي.هغه د قرآنی او صوتي اپلیکیشنونو په وړاندې کولو کې د دقت د رعایت اهمیت په ګوته کړ او زیاته یې کړه: د «مصر قرآن کریم» اپلیکیشن په داسې حالاتو کې یو باوري سرچینه ده چې ځینې د مصنوعي ذهانت (آرټيفیشل اینټیلیجنس) پر بنسټ اپلیکیشنونه غلطۍ لري یا د تلاوت احکام تحریفوي.

https://iqna.ir/fa/news/4300141

captcha