IQNA

په کشمیر کې د فلسطین له خلکو سره بیا پیوستون اعلان شو

6:51 - August 17, 2025
د خبر لمبر: 3491558
ایکنا-  د هند په شمال کې د کشمیر په غرني ښار کارګیل کې زرګونو خلک  سړکونو ته ووتل او د غزې تړانګې له مظلومو فلسطینیانو سره ئې خپل پیوستون اعلان کړ.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،د کشمیر د خلکو ستر لاریون د «امام خمیني (ره) فاؤنډیشن په نوښت  سره ترسره شو، چې د کارګیل له جامع جومات څخه پیل او د ښار په اصلي واټونو کې له تګ وروسته د پاییزپریکړه لیک  په لوستلو سره پای ته ورسید. ګډونوالو د فلسطین بیرغونه، د ایران د  اسلامي جمهوریت بیرغونه او د حضرت  آیت‌الله العظمي سید علي خامنه‌اي انځورونه په لاسونو  کې  پورته کړي وو او د «مرګ پر امریکا» او «مرګ پر اسرائیل» شعارونه ئې ورکول، او د استکباري  و وحشي ډوله صهیونیسټي پوځیانو له خوا ئې پر بې دفاع فلسطینیانو د جنایتونو سخت غندنه  وکړه. په دغه لاریون کې ګډونوالو د کارګیل د خلکو او د اسلامي انقلاب د آرمانونو ترمینځ پر ژورې اړیکې ټینګار وکړ او وې ویل: «د کشمیر ځوانان له امام خامنه‌اي سره دي او تر هغه مهال چې امام زمان (عج)  ظهور وکړي، له هغه به ملاتړ کوي او  له هغه سره خپل  بیعت اعلانوي او د حق ملاتړ ته ژمن دي.» لاریون کوونکو همدارنګه د نړۍ په کچه د ظلم او جنایت دوام ته په اشارې سره، امریکا او صهیونیستي رژیم  د اوسنئ زمانې یزیدیان وبلل.

 https://parstoday.ir/fa/daily_news-i19664

captcha