IQNA

  د ایران  د پوهنتونونو  قرآني اداره

د قرآن کریم د تحقيق قرائت د مقدماتي مرحلې پيل

10:53 - August 19, 2025
د خبر لمبر: 3491566
د نړيوالو مسلمانو محصلينو د قرآن کريم د اوومې دورې د سياليو د تحقيق قرائت د مقدماتي مرحله  پيل شوه

یکنا – د مسلمانو  محصیلینو  د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو  داووم پړاؤ  د تحقیق د قرآئت مقدماتي مرحله نن د نړيوال قاري او  د قرآنی چارو د قاضي  عباس امام‌جمعه، په قضاوت سره پيل شوه.

  د ايکنا د راپور له مخې، د نړيوالو مسلمانو محصلينو د قرآن کريم د اووم  پړاؤ د نړیوالوسياليو د  د عوت له مخې، د تحقيق د قرائت په څانګې  کې برخه‌والو ته اړتيا وه چې له ټاکل شويو ټوټو څخه يوه وټاکي او خپل تلاوت ئې د ايران د اسلامي جمهوريت د سياليو د قضاوت د آيين‌نامې له مخې په بشپړه توګه د قواعدو په پام کې نيولو سره، په کابو پنځو دقيقو کې د يو ویډیوئي فايل په بڼه (د  ۲۰ مېګابايټ حجم سره) ثبت کړي او د اړيکو له لارو ئې د سياليو د ترسره کونکې  کمېټې ته ولېږي.

د تلاوتونو د فلمونو د لېږلو د  دعوت   او بلنې د وخت پای ته له رسېدو وروسته، په ټوليزه توګه ۵۵ تلاوتونه د سياليو دارالانشا ته ورسېدل، چې له لومړنيو  ارزونو  وروسته، ۴۵  آثار د وړتيا وړ ګڼل شوي او د آفلاين قضاوت لپاره غوره شوي دي.

په دغې مرحلې کې   دارالانشا ته لېږل شوي ۴۵ ثبت شوي فلمونه د ۳۶ هېوادونو  استازو پورې اړه لري، چې د عباس امام‌جمعه له لوري  پرون ، یعني د زمري دمیاشتې   ۲۷ دوشنبې ورځې ، له سهاره ئې   ارزونې او قضاوت کیږي، او غوره شوي به  ئې راتلونکې مرحلې ته لار  ومومي.

يادونه کيږي چې د دغه پړاؤ د سياليو د ټول قرآن کریم د  حفظ  مقدماتي مرحله هم د تېرې چنګاښ د میاشتې له ۲۹  نېټې څخه په مجازي بڼه د هېواد د پوهنتونونو د قرآني  ادارې  په  مبين  سټوډیو کې ترسره شوه او د روان کال  د  غبرګولي میاشتې تر  لومړۍ نېټې پورې يې دوام درلود، چې په ترڅ کې ئې برخه‌والو د ژوندۍ تصويري اړيکې له لارې خپل محفوظات وړاندې کړل او د قرآن کريم نړيوال داور او حافظ، معتز آقايي ئې ، قضاوت په غاړه درلود.

دا سيالي د نړۍ د اسلامي محصلينو لپاره يوازينی قرآني پروګرام دی، چې تر اوسه ئې شپږ پړاؤنه  د بېلابېلو هېوادونو د محصلينو په ګډون ترسره شوي او اوومه دوره ئې سږ کال ترسره کېږي.

https://iqna.ir/fa/news/4300290

captcha