د ایکنانیوز د راپور له مخې، د صفر د میاشتې د وروستیو لسو ورځو او د امام رضا (ع) د شهادت د کلیزې په درشل کې، د «شبابالرضا (ع)» ملي تلاوت پروګرام اجرايي سټوډیو د «نغمههای رضوی» قرآني کمپاین ترسره کوي.په دې کمپاین کې د ګډون لپاره د ځوانانو د بلنې په متن کې راغلي:
«دا کمپاین د امام رضا (ع) د زائرینو لپاره یو ښکلی او زړهراښکونکی کار دی. دلته به ځوان قاریان، کله چې د خپل آقاجان په حرم کې وي، د زیارت په فضا کې د قرآن کریم څو آیتونه تلاوت کړي او خپل ښکلی غږ به د فلم په بڼه زمونږ لپاره رواستوي.
مونږ غواړو په ګډه زمونږ زړونه د خدای له کلام سره وتړو،څو زمونږ د زیارت شیبې د قرآن په رنګ او بوي لا نورې معنوي شي او زمونږ سفرونه لا زیاتې روحاني شي
که تاسو له هغو کسانو څخه یاست چې سږکال د آقا حرم ته نه شئ تللی، نو کولی شئ د خپل ښار په یوه مذهبي ځای یا مشهورو جوماتونو کې څو آیتونه تلاوت کړئ او د هغه ویډیو رواستوئ، څو ټول په دې شپو ورځو کې زمونږ زړونه د خدای له کلام سره وتړو او تاسو هم له لیرې زموږ ملګري شئ.»
لیوال کسان باید د خپل تلاوت فلم د امام رضا (ع) په حرم یا د خپل استوګنځي د یوه مقدس ځای په شتون کې په داسې ډول ثبت کړي چې د دوی ګرځنده ټیلیفون عمودي حالت کې وي، او د تلاوت فایل د ایټا پیغامرسونکي چینل له لارې د @melitelavat_admin په نوم واستوي.
د دې کمپاین غوره تلاوتونه به د «شبابالرضا (ع)» ملي تلاوت پروګرام په رسمي چینل کې خپاره شي او د قُرعې په واسطه به غوره قاریانو ته معنوي او کلتوري ډالۍ ورکړل شي.
یادونه کیږي چې د «شبابالرضا (ع)» ملي تلاوت پروګرام اجرايي سټوډیو تر دې مخکې د حسیني اربعین په مناسبت د «صدای قرآن در مسیر عشق» کمپاین ترسره کړی و.
https://iqna.ir/fa/news/4300477