IQNA

یو شمېر امریکايي سیاستوالو د  نیویارک د ښاروالۍ لپاره د مسلمان کاندید ملاتړ وکړ

10:32 - August 21, 2025
د خبر لمبر: 3491580
 ایکنا -د امریکا د کانګرس یو شمېر مسلمانو غړو د نیویارک د ښاروالۍ لپاره د ډيموکرات کاندید پر وړاندې اسلام ضد او توکمپالې نیوکې او دسیسې په سخته غندلي دي.

 ایکنانیوز د سي ان ان په حواله راپور راکوي، ۳۳ کلن زهران ممداني، ، خپل انتخاباتي کمپاین په نیویارک کې د توپیر د یوې څپې په مینځ کې پرمخ بوزي. هغه د ټولنیزو رسنیو له سختو نیووکو سره سره، د ډیموکراټانو په لومړنیو انتخاباتو کې د پام وړ بریا ترلاسه کړه او له مهمو سیالانو څخه مخکې شو، او اوس تر بل هر وخت د نیویارک د لومړي مسلمان ښاروال په توګه د ټاکل کېدو په درشل  کې دی.

په ورته وخت کې، د کانګرس یو شمېر غړو او د بشري حقونو ډلو د نیویارک د ښاروالۍ لپاره د دغه ډیموکراټ کاندید پر وړاندې د اسلام ضده او  توکمپالې څپې  او نیوکې غندلې دي.

د امریکا  د کانګرس مسلمان استازو،رشیده طلیب، ایلهان عمر، آندره کارسون او لطیفه سایمون، په یوې ګډې اعلامیې کې هغه څه چې دوي ئې د جمهوري غوښتونکو قانون جوړونکو او ښي اړخو شخصیتونو له خوا «نوپوهه او خطرناکه ویناوې» بللې، غندلي دي. په دغې اعلامیې کې راغلي: «توهین،،سپکاوي  اسلام سره ضدیّت او توکمپالنه ،زمونږ په سیاست کې ریښې خپرې کړې دي. مونږ دا بریدونه د خپلو تجروبو له مخې ښه پیژنو.

۳۳کلن ممداني،  د هندي توکمه مسلمان دی او د اوګیندا د پوهنتون د استاد محمود ممداني او د هندي فلم جوړونکې میرا نئیر زوی دی.

هغه د نیویارک د ښاروالۍ لپاره په لومړنیو انتخاباتو کې د کابو  ۴۳۲,۰۰۰ رایو یا ۴۳.۵٪ رایو سره لومړی شو او د دغه  ایالت پخوانی والي یا ګورنر اندرو کومو ئې مات کړ. د جمهوري غوښتونکو بریدونه او نیوکې  حتی د ممداني او د سپټمبر ۱۱ بریدونو سره تړاو نیولو ته هم رسیدلي دي. د مدني حقونو ډلو خبرداری ورکړی چې دا ډول لمسؤنکي ویناوې کیدای شي فزیکي شخړو ته لاره هواره کړي. ممداني به د نومبر په ۴  په عمومي انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو کاندید کرتیس اسلیوا سره سیالي وکړي. که بریالی شي، ممداني به د نیویارک په تاریخ کې لومړی مسلمان او لومړی  هندي توکمه  ښاروال وي.

هغه د دموکراتانو د کاندیدیا  لپاره د خپل انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې د نیویارک د مینځنۍ پرګنې  لپاره د ژوند د لګښتونو د کمولو ژمنې کړې دي. همدارنګه، هغه په څو موردونو کې د غزې د جګړې په اړه خبرې کړې، د فلسطینیانو ملاتړ ئې اعلان کړی او په صهیونیستي رژیم ئې سختې نیوکې  کړی دی.

ممداني تر دې وړاندې د اسرائیلي پوهنتونونو د اکاډمیک بایکاټ  غوښتنه هم کړې وه او ژمنه ئې کړې چې که د ښاروال په توګه وټاکل شي او نتانیاهو نیویارک ته سفر وکړي، نو د هغه د نیولو لپاره به هڅه وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4300869   

captcha