ه راپور کې وئيل شوي ، د هند د ممبئ د چشیته جومات د هند د خپلواکۍ ۷۹ کلیزې او د پیغمبر اکرم (ص) د زوکړې د لمانځنې په مناسبت د «زما له جومات سره آشنا شه»په نامې سره پروګرام پیل کړ. په دغه پروګرام کې غیرمسلمانانو ته هم اجازت ورکړل شوی چې جومات وګوري.
په دې پروګرام کې غیرمسلمانان د عملي توضیحاتو له لارې له اسلامي دستورو او پروګرامونو سره اشنا کیږي چې دا د زغم، ګډ ژوند او د دینونو ترمینځ د تفاهم د پیاوړتیا انعکاس کوي او د هند د ګډ کلتور په چوکاټ کې ترسره کیږي.
د هند دار الافتاء مسئولان وائي: هغه څه چې په اسلام کې د سوله ایزې ګډ ژوند اصل څرګندوي دا دی چې اسلام له خپل ځانه مخکې آسماني دینونه رد کړي نه دي، بلکې خپلو پيروانو ته ئې امر کړی چې په ټولو آسماني کتابونو او پیغمبرانو ایمان ولري او د هغوی ترمینځ توپیر ونه کړي، او د دیني قوانینوډولوالی د الهي ارادې غوښتنه ده چې نه بدلیږي.
ددغه مرکز په اعلامیې کې وئيل شوي دي؛ د اسلام لوړ ې موخې چې د خدای په عبادت، د نفس په پاکوالي او د ځمکې په ابادۍ کې څرګندیږي، د ایمان بنسټ او له غیرمسلمانانو سره د سوله ایزې ګډ ژوند تلپاتې بلنه ده.
په دغې اعلامیې کې دغه راز وئيل شوي دي، که د ګډ سوله ایز ژوند مفهوم ته د اسلام له نظره، په تیره بیا د یهودو او عیسایانو په اړه وګورو، نو پوهیږو چې دا مفهوم له یوه عقیدتي اصل څخه سرچینه اخلي. همدارنګه پوهیږو چې اسلام له یهودو او عیسایانو سره ګډ ژوند ته د نورو انسانانو په پرتله ډېر پام کوي، ځکه چې دوي په خدای ایمان لري. له همدې امله، اسلام د خپل تمدني مفهوم له مخې، هر انسان له دوي سره د ګډ ژوند لپاره په پام کې نیسي.
https://iqna.ir/fa/news/4301190