ایکنانیوز د دین پرس ویبپاڼې له قوله راپور راکړی، د مهاجرینو د ادغام مراکشي ټولنې اعلان کړی چې د «اسلامهراسۍ یا د اسلام ضده پروسې د له منځه وړلو» په عنوان سره خپل اووم ملي کنفرانس به د اکتوبر په ۲۱ او ۲۲ مه د هسپانیا په مالاګا پوهنتون کې ترسره کړي.
دا پیښه په داسې حال کې ترسره کیږي چې پر مسلمانانو بریدونه او ګواښونه زیات شوي، پر دیوالونو توکمپالې لیکنې خپرې شوې او د نفرت خپرولو منظم کمپاینونه، په تیره بیا پر مسلمانو ښځو یرغلونه او سپکاوي هم زیات شوي دي.
دغې ټولنې په خپلې وروستئ خپرې شوې بیانیې کې تشریح کړې چې په هسپانیا کې اسلام ضده پروسه د ورځني ژوند یو حقیقت شوې او په ټولنیزو او اداري چلندونو کې څرګندیږي.
دغې ټولنې همدارنګه په مورسیا سیمې کې د جومیلا ښار شورا هغه پریکړې ته اشاره وکړه چې د مذهبي جشنونو لپاره د عامه امکاناتو د کارولو د محدودولو امر ئې کړی او دا ئیې د «اداري اسلام ضده پروسې » یوه بیلګه بللې ده.
د مهاجرینو د ادغام مراکشي ټولنې احصایوي معلومات روښانه کړي چې په دغه هیواد کې پر مسلمانانو د توپیر لوړه کچه ښئي. د دغو معلوماتو له مخې، ۶۸ سلنه مسلمانانو تائید کړې چې د کور په ترلاسه کولو کې له خنډونو سره مخ دي، ۶۲ سلنه وائي په عامه او شخصي ځایونو کې، ۵۹ سلنه په کارځایونو او ۴۷ سلنه په روغتیائي برخه کې د توپیر قرباني شوي دي.
دغې ټولنې همدارنګه وئيلي دي، دا شمېرې د وروستیو میاشتو مستندو پیښو سره سمون لري، لکه پر جوماتونو او هټیو بریدونه، په تعلیمي موسسو کې د حجاب اغوستلو محدودیتونه او په عامه ځایونو کې د دښمنانه پوسترونو شتون.
د جوړونکو په وینا، دا کنفرانس د اسلام ضده پروسې د مخ پر ودې ښکارندې د تحلیل او له هغې سره د مقابلې لپاره د عملي حل د وړاندې کولو په موخې سرخ جوړیږي، چې دا د یوه جوړښتي تاوتریخوالي په توګه پیژندل کیږي چې په تعلیمي، مذهبي، سوداګریزو او ډیجیټل بنسټونو کې ئې نفوذ کړی دی.
د مهاجرینو د ادغام مراکشي ټولنې ټینګار وکړ چې د دغو کړنو د حل لپاره د مدني ټولنې، عامه بنسټونو او پوهنتونونو یو همغږي اقدام ته اړتیا ده.
https://iqna.ir/fa/news/4301024