IQNA

د ۸۰۰ فرهنگي تابلوګانې د ښادۍ او یووالي په پیغام سره

13:11 - August 26, 2025
د خبر لمبر: 3491603
ایکنا - د تهران ښار د ډيکوریشن د ادارې  په یوې پراخې طرحې سره د پلازمینې بڼه د ربیع‌الاول میاشتې له مضامینو سره سینګار کړې او ددغې میاشتې مهمو مناسبتونو د انعکاس لپاره ئې یو هدفمند پروګرام ترتیب کړی دی.

 ایکنانیوز  د تهران ښار د ښکلا د ادارې  د عامه اړیکو له قوله راپور راکوي، د ربیع‌الاول میاشت په اسلامي کلتور کې د اهل بیت (ع) د ښادۍ او  ولولې  د میاشتې په توګه پیژندل کیږي او د محرم او صفرې د غمجنې فضا څخه د تاندوالي  او  ځیرو څخه  ډکو شپو ورځو ته د تېریدو یو مهم ټکی دی.

په همدې اړه، د تهران ښار د  ښاروالۍ د ښکلا او ډيکوریشن  څانګې سږ کال د یوې پراخې طرحې په ترڅ کې د پلازمینې بڼه د دې نوراني میاشتې له مضامینو سره سینګار کړې او د دغو مهمو مناسبتونو د انعکاس لپاره ئې یو  هدفمند پروګرام پیل کړی  دی.

د ترتیب شوي پروګرام له مخې، کابو  ۸۰۰ تبلیغاتي سازي یا د تابلوګانو ښکلا(د ودانیو د دیوالونو ډیکوریشن) د تهران په ټولو برخو کې د ربیع‌الاول میاشتې اړوند موضوعګانو ته ځانګړې شوې دي.

د تهران دښاروالۍ دډيکوریشن  برخې  اقدامات د ربیع‌الاول په میاشت کې پر پنځو محتوائي چورلیزونو  ولاړ دي؛ د دغو  پروګرامونو پیل د دغې میاشتې د رارسېدو مبارکۍ او د ښادۍ او امید ورځو ته د واریدیدا له  پیغام سره دی،  څو د دوو میاشتو سوګ او غم  وروسته د ښار عمومي فضا نوی رنګ او بو واخلي.

په دوام کې، د حضرت امام حسن عسکري (ع) د شهادت یادونه د هغه بزرګوار  د امامت په تاریخ کې د لوړ مقام یادونه کوي او سمدستي وروسته د حضرت  امام مهدي ولی‌عصر (عج) د امامت د پیل اړونده پورټریټونه ، چې د شیعیانو په مینځ کې یو اعتقادي او برخلیک ټاکونکی ټکی دی، نندارې ته وړاندې کیږي.

په ورته وخت کې، د وحدت اونۍ او د رسول اکرم (ص) د میلاد په مناسبت د اسلامي امت د پيوستون  په پیغام په ټینګار سره په پراخه کچه پوښښ شوی دی او په پای کې، د جعفري مکتب د بنسټ کیښودونکي په توګه، د حضرت امام جعفر  صادق (ع) ولادت،  نمانځل کیږي  څو د ښار بڼه د ربیع‌الاول میاشتې د مناسبتونو او د ټولنې د کلتوري او دیني هویت ترمنځ د ژورې اړیکې روایتګره وي.

د بیلبورډونو د لګولو  ترڅنګ، د ښاري فضا د شادابۍ د حس د رامینځته کولو لپاره چاپیریالي ځلا‌ګانې هم کارول شوي دي.

د ربیع‌الاول له پیل سره سم د ښار د بصري فضا بدلون، د مذهبي مناسبتونو د درناوي ترڅنګ، د ټولنیزې شادابۍ او د وګړو ترمینځ د کلتوري پيوستون د پیاوړتیا لامل کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4301576

captcha