IQNA

د امریکائي انتخاباتو یوې  احتمالی کاندیدې  د قرآن کریم سپکاوی وکړ

5:50 - August 27, 2025
د خبر لمبر: 3491609
ایکنا - د امریکا د کانګرس د راتلونکو  ټاکنو یوې نوماندې د دغه  هېواد د سخت دریځه  زوړ پالو ډلو ټپلو د پام ځان ته د جلبولو  لپاره د  الهی آسماني  سپېڅلي کتاب قرآن کریم  سپکاوی وکړ او هغه ئې وسوځوه.

 ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ،  ، والنتینا ګومز، چې د ټیکساس ایالت څخه د امریکا د کانګرس لپاره د جمهوري  غواړو  نومانده ده، په یوه   کرکیجن او  لمسؤنکي  اقدام کې یوه  ویډیو په ایکس  چینل  کې خپره کړېه چې په هغه کې قرآن کریم سوځوي.

هغې د قرآن کریم د سپکاوي پر مهال ژمنه کړې چې که د کانګرس په ټاکنو کې بریالۍ شي، نو په ټیکساس کې به د اسلام شتون پای ته ورسوي.

دغې اسلام ضده  او اورپکې کاندیدې  ، چې د امریکا د پخواني ولسمشر  بایډن د ملاتړ سابقه هم لري، ادعا وکړه چې مسلمانان د مسیحي هېوادونو د نیولو هڅه کوي.

هغې د دې نفرت  خورونکې  ویډیو له لیدونکو وغوښتل چې  د کانګرس په ټاکنو کې د هغې د بریا لپاره مرسته وکړي.

د دغې سخت دریځې امریکائي سیاستوالې کړنه د سیاسي مشرانو، مذهبي ډلو او په ټولنیزو رسنیو کې د کاروونکو لخوا په کلکه وغندل شوه او د ۲۰۲۶ کال د کانګرس د مینځ مهاله ټاکنو په درشل کې ئې د نفرت  او کرکې خپرولو او  ددیني تعصب په اړه اندېښنې راوپارولې.

ګومز په تېر و وختونو کې هم د شهرت ترلاسه کولو لپاره له نفرت  او کرکیجنو کړنو کار اخیستی و. هغې د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې په نیویارک کې په یوې نمایشي  اقدام  کې د مهاجرینو د سمبول په توګه په یوې مجسمې   ډزې وکړې او د هغو مهاجرینو د  څرګندې پانسۍ  غوښتنه ئې وکړه چې د تاوتریخوالي په جرمونو تورن دي. وروسته، دا ویډیو حذف شوه او د هغې انسټاګرام حساب  هم بند شو.

په دغو جنجالي کړنو سره سره، ګومز په تېرو ټاکنو کې ماتې خوړلې او د جمهوري  غواړو په داخلي سیالیو کې یوازې  اوه اعشاریه څلور فیصده رایې ترلاسه کړې او شپږمه شوه.

هغې په ۲۰۲۴ کال کې د میسوري ایالت د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه نوماندي وړاندې کړه او له هغه وخت راهیسې هڅه کوي چې د نفرت پاروونکو سخت دریځو کړنو له لارې د عامه افکارو پام ځان ته واړوي.

https://iqna.ir/fa/news/4301813/

captcha