IQNA

د ملګرو ملتونو په ناصر روغتون د حملې  دپایلو په اړه  اسرائیلو ته سخت خبرداری ورکړ

6:45 - August 27, 2025
د خبر لمبر: 3491610
ایکنا - ملګرو ملتو  یو ځل بیا د غزې په ناصر روغتون کې د عامو وګړو د وژنې په اړه اسرائیلو ته خبرداری ورکړی دی.

 ایکنا نیوز د ګارډيّن له قوله راپور راکړی،ملګرو ملتو اسرائیلو ته خبرداری ورکړی چې د غزې په روغتون باندې د دغه  رژیم د پوځ د برید په اړه د هغوی څېړنې باید حقیقي پایلې ولري.

د ملګرو ملتو اړونده مسئولانو  ویلي، اسرائیل دې  نه یوازې دا چې باید په غزې کې د غیرقانوني وژنو په اړه، لکه د تېرې ورځې په روغتون باندې برید چې  د خبریالانو پشمو ل د ۲۰ کسانو د وژل کېدو لامل شوی، څېړنه وکړي، بلکې باید ډاډ ترلاسه کړي چې دا څېړنې پایلې ورکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د دفتر ویاندې ثمین الخیطان،  وویل: د غزې په جګړې کې د رسنیو د کارکوونکو د وژل کېدو لوړ شمېر «د خبریالانو  د ټارګټ کولو  په اړه ډېرې پوښتنې راپورته کوي».

د اسرائیلو لخوا د غزې په جنوبي ښار خان یونس کې پر ناصر روغتون برید د دوشنبې په ورځ لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل، چې پکې پنځه خبریالان هم شامل دي، او دغه  برید نړیوال غبرګونونه  راوپاراول. رویټرز، اسوشیټډ پریس او الجزیره ټولو د خپلو وژل شویو همکارانو په اړه د غمرازۍ بیانونه خپاره کړل، په داسې حال کې چې د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ چې د دې پېښې په اړه به څېړنه وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4301798

captcha