IQNA

د معظم  رهبر عبري پاڼه: صهیونیستي رژیم د نړۍ تر ټولوکرکیجن رژیم دی

6:48 - August 27, 2025
د خبر لمبر: 3491611
ایکنا - د اسلامي انقلاب د ستر لارښود   عبري پاڼې په ایکس  ټولنیز چینل کې لیکلي: نن سبا  زمونږ دښمن، یعنې صهیونیستي رژیم، د نړۍ تر ټولو منفور او کرکیجن  رژیم دی، ملتونه هم له صهیونیستي رژیمه  کرکه لري، او حکومتونه ئې هم غندنه کوي.

 ایکنانیوز د العالم په حواله راپور راکوي، د KHAMENEI.IR عبري ټویټ د دوشنبې په ماښام، د اسلامی انقلاب د ستر لارښود د هغو خبرو یوه برخه خپره کړې چې د حضرت امام رضا (ع) د شهادت دکلیزې په مناسبت په دستورو کې   ویل شوې وې.

په دغه  ټویټ کې راغلي:  نن سبا زمونږ دښمن، یعنې صهیونیستي رژیم، د نړۍ تر ټولو کرکیجن او منفور رژیم دی، ملتونه هم له صهیونیستي  رژيمه  کرکه او نفرت  لري، او  حکومتونه ئې هم غندنه کوي.

د اسلامي انقلاب ستر رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  د وږي په ۲ ، د حضرت امام رضا (ع) د شهادت  دکلیزې په مناسبت، د بیلابیلوپرګنو له  زرګونو خلکو سره په لیدنې کې، د اهل بیت (ع) د مکتب فوق‌العاده خپریدل او د عاشورا او د امام حسین (ع) د قیام د فلسفې د خپریدو چټکتیا د اسلامي نړۍ په کچه د حضرت امام رضا (ع) د خراسان سفر تر ټولو مهم  برکتونه وبلل او د ورځې د مسایلو په اړه ئې مهم ټکي بیان کړل.

https://iqna.ir/fa/news/4301726   

captcha