ایکنانیوز د الطریق په حواله راپور راکړ، یوه ۶۵ کلنه آرژانتیني سړي د غردقه ښار په میناء جامع جومات کې د لمونځ کوونکو په وړاندې د شهادتین په ویلو سره د اسلام قبولول اعلان کړل.
«آلبرت» پرېکړه وکړه چې خپل ژوند بدل کړي او د «محمد» په نوم یوه نوې مرحله پیل کړي. دا ګام د هغه د زېږېدو له کلیزې سره یوځای و، چې د یوه نوي زېږون سمبول و، په یوه بل روح او خالص ایمان سره.
د شهادتین له ویلو سمدستي وروسته، د غردقه جومات د «الله اکبر» په غږونو سره په شور او خوښۍ کې ډوب شو، لمونځ کوونکو په یوې صحنې کې، چې د ورورولۍ او انسانیت معنا ئې مجسم کوله، هغه ته مبارکي وویله او د محمد د بریالیتوب او ثابت قدمۍ لپاره ئې دعا وکړه.
د دې جومات امام او واعظ شیخ حسام محمود دا پېښه د یوه سړي لپاره یو نوی زېږون وباله، چې اسلام یې په عقیده او اراده غوره کړ.
دا پېښه په یوه ساده جشن بدله شوه، چې د غردقه د خلکو د تسامح او زغم روحیه ئې منعکس کوله، ځکه د غردقه خلکو د آلبرت د اسلام قبولولو هرکلی وکړ او دا د دغه پاک دین د نړیوال والي او د ټولو ملیتونو او قومیتونو د زړونو د یوځای کولو د اسلام د وړتیا ښودنه کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4302930