IQNA

اسلام،اخلاق او تمدن؛د اوسنۍ نړئ لپاره دبریکس دیني مشرانو پیغام

11:18 - September 06, 2025
د خبر لمبر: 3491655
پارس  ټوډې - د بریکس ډلې د لسو مسلمانو غړو هیوادونو  ددیني مشرانو دویمه غونډه او د معنوي ورېښمو لارې شپږم  نړیوال کنفرانس  د  ستمیر په ۴ او ۵) په ریو دو ژانیرو ښار کې روانه ده. 

زمونږ خبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامي کلتور او ارتباطاتو د ادارې مشر حجت‌الاسلام والمسلمین محمدمهدي ایماني‌پور به د ایران د اسلامي جمهوریت د استازي په توګه په دغې غونډې کې وینا وکړي.

ایماني‌پور به د نړیوالو اخلاقي او معنوي ارزښتونو په رول، د سولې په ټینګښت، د  دینونو او کلتورونو ترمینځ د خبرو اترو په پیاوړتیا او د څو اړخیزو ملګرتیاؤ په پراختیا کې د ایران د اسلامي جمهوریت لیدلوری وړاندې کړي.

هغه به د تمدنونو د ګډو بنسټونو پر اهمیت، چې د ملتونو او براعظمونو د نږدې کولو لپاره دي، ټینګار وکړي.

دغې  غونډې، چې د روسيې د مسلمانانو د دیني ادارې او د برازیل د مسلمانانو د ټولنو فیډریشن (FAMBRAS) له خوا په ګډه تنظیم شوې، د بریکس لس مسلمانو غړو هېوادونو او نورو اسلامي هېوادونو دیني مشران، متفکران او شخصیتونه به کوربه وي.

ګډونوال   د موضوعګانو په اړه، لکه «د نړیوالو ارزښتونو رول د خوځنده سولې په ساتنې کې» په نامې سره  او «د اورآسیا په حوزې کې د ښه ګاونډیتوب او متقابل احترام تجربې ؛په عنوان سره  بحثونه او نظرونه سره مبادله کوي.

د «بین‌القومي او بین‌الادیاني خبرو اترو پیاوړتیا» او «د همغږۍ د اړیکو پیاوړتیا او د پایښت لرونکي پرمختګ لپاره د ملګرتیاؤ پراختیا» نورې موضوعګانې دي، چې ګډونوال  ئې په اړه بحث وکړي.

 ټاکل شوې ده د دغو دوو غونډو سره هم‌مهاله، د قرآن کریم نړیوالې سیالۍ   هم ترسره شي، چې د ایران د اسلامي جمهوریت نامتو قاري «حامد شاکرنژاد»   پکې ګډون کوي.

هغه تېر کال د ایران د اسلامي کلتور او  ارتباطاتو د ادړارې مشر  حجت‌الاسلام والمسلمین محمدمهدي ایماني‌پور له خوا د ایران د قرآني سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4303268  

captcha