د ایکنانیوز د راپور له مخې، د مسلمانو محصلینو د قرآن کریم د اووم پړاؤ نړیوالې سیالۍ انتخابي پړاو د دوو برخو، د ټول حفظ او د قرائت په تحقیق کې د ۱۴۰۴ کال د وږي یا سنبلې د میاشتې په ۴،د ایران د پوهنتونونو د قرآني ادارې په نوښت ترسره شو.
په دغو سیالیو کې د ایران د محصلینو د قرآن او عترت د بېلابېلو پړاؤنو ۱۱ غوره کسانو د قاضیانو د پلاوي په وړاندې، چې محمدحسین سعیدیان (غږ)، عباس امامجمعه (تجوید)، معتز آقايي (د ښه حفظ )، سعید رحماني (وقف او ابتدا) او محسن یاراحمدي (لحن یا لهجې ) پکې شامل وو، سیالي وکړه. د دوي نومونه په دې ډول دي:
د ټول قرآن کریم برخه !
موسي معتمدي (د نجفآباد آزاد اسلامي پوهنتون/اصفهان ولایت)
میلاد عاشقي (د روغتیا وزارت/آذربایجان شرقي ولایت)
محسن محمدي (طبي علوم/تهران ولایت)
محمدجواد دلفاني (آزاد اسلامي پوهنتون/البرز ولایت)
محمدحسین بهزادفر (د علومو وزارت/تهران ولایت)
محمدمهدي رضائي (د روغتیا وزارت/تهران ولایت)
محمدرسول تکبیري (د علومو وزارت/تهران ولایت)
د قرائت د تحقیق برخه:
محمدحسین قصريزاده (د علومو وزارت/تهران ولایت)
مصطفی قاسمي (آزاد اسلامي پوهنتون/مازندران ولایت)
مهدي شایق (پیام نور پوهنتون/البرز ولایت)
محمدمهدي کهکشان (آزاد اسلامي پوهنتون/اصفهان ولایت)
د سیالۍ د دارالانشاء لخوا د نمبرو دقیقې څېړنې او د قاضیانو د پلاوي په وروستئ ارزونې پسې، محمدحسین بهزادفر د ټول حفظ په برخې کې او مصطفی قاسمي د قرائت د تحقیق په برخې کې تر ټولو لوړې نمبرې ترلاسه کړې او د ایران د اسلامي جمهوریت د استازو په توګه د مسلمانو محصلینو د قرآن کریم اوومې نړیوالې سیالۍ لپاره وټاکل شول.
https://iqna.ir/fa/news/4303572