IQNA

بهزادفر او قاسمي؛د مسلمانو محصلینو په قرآني سیالیو کې د ایران استازي

12:51 - September 07, 2025
د خبر لمبر: 3491662
ایکنا -  محمدحسین بهزادفر د د ټول قران کریم په حفظ  او مصطفی قاسمي د قرائت تحقیق په برخې کې د ایران د استازو په توګه د مسلمانو محصلینو د قرآن کریم د اوومې نړیوال سیالۍ لپاره معرفي شول.

د ایکنانیوز  د راپور له مخې، د مسلمانو محصلینو د قرآن کریم د اووم پړاؤ نړیوالې سیالۍ انتخابي پړاو د دوو برخو، د ټول حفظ  او د قرائت  په تحقیق  کې   د ۱۴۰۴ کال د وږي یا سنبلې  د میاشتې  په ۴،د ایران د پوهنتونونو د قرآني  ادارې په نوښت ترسره شو.

په دغو سیالیو کې د ایران د محصلینو د قرآن او عترت د بېلابېلو پړاؤنو   ۱۱ غوره کسانو د  قاضیانو د پلاوي په وړاندې، چې محمدحسین سعیدیان (غږ)، عباس امام‌جمعه (تجوید)، معتز آقايي (د ښه  حفظ )، سعید رحماني (وقف او ابتدا) او محسن یاراحمدي (لحن یا لهجې ) پکې شامل وو، سیالي وکړه. د دوي نومونه په  دې ډول دي:

د ټول قرآن کریم برخه !

موسي معتمدي (د نجف‌آباد آزاد اسلامي پوهنتون/اصفهان ولایت)

میلاد عاشقي (د روغتیا وزارت/آذربایجان شرقي ولایت)

محسن محمدي (طبي علوم/تهران ولایت)

محمدجواد دلفاني (آزاد اسلامي پوهنتون/البرز ولایت)

محمدحسین بهزادفر (د علومو وزارت/تهران ولایت)

محمدمهدي رضائي (د روغتیا وزارت/تهران ولایت)

محمدرسول تکبیري (د علومو وزارت/تهران ولایت)

د قرائت د تحقیق برخه:

محمدحسین قصري‌زاده (د علومو وزارت/تهران ولایت)

مصطفی قاسمي (آزاد اسلامي پوهنتون/مازندران ولایت)

مهدي شایق (پیام نور پوهنتون/البرز ولایت)

محمدمهدي کهکشان (آزاد اسلامي پوهنتون/اصفهان ولایت)

د سیالۍ د  دارالانشاء لخوا د نمبرو دقیقې څېړنې او د قاضیانو  د پلاوي په وروستئ ارزونې پسې، محمدحسین بهزادفر د ټول حفظ  په برخې کې  او مصطفی قاسمي د قرائت  د تحقیق په برخې کې تر ټولو لوړې نمبرې ترلاسه کړې او د ایران د اسلامي جمهوریت د استازو په توګه د مسلمانو محصلینو د قرآن کریم اوومې نړیوالې سیالۍ لپاره وټاکل شول.

https://iqna.ir/fa/news/4303572   

captcha