ایکنانیوز د صدي البلد په حواله راپور راکوي، دغه وزارت پخپلې اعلامیې کې وئيلي دي،چې د نبوي سنت د احیاء په موخه، پرون ماښام د مصر په ټولو جامع جوماتونو کې د خسوف (آیت ) لمونځ اداشو.
د مصر د اوقافو وزارت د جوماتونو په رول ټینګار کړی چې د نبوي سنت په خپرولو کې مهم دي او خپلو سیمه ایزو ادارو ته ئې امر کړی چې په یوه ټاکلي وخت کې په جوماتونو کې د آیت لمونځ ادا کړي.
په همدې تړاو، د الازهر د نړیوال فتوا مرکز اعلان کړی چې مصر او یو شمېر نور هېوادونو کې هم پرون ماښام (یکشنبه) د میاشتې د تندر نیوللو شاهدان وو . دا پېښه په مصر کې د ماښام له ۷:۲۷ بجو پیل شوه او تر ۱۰:۵۶ بجو پورې ئې دوام وکړ.
دې مرکز ټینګار کړی چې د آیت لمونځ د پیغمبر (ص) یو مؤکد سنت دی چې د طبیعي پېښو پر مهال په انفرادي یا اجتماعی او جماعتی ډول ادا کیږي.
د الازهر نړیوال فتوا مرکز زیاته کړې: دا لمونځ دوه رکعته دی او په بېلابېلو روایاتو کې د نبي کریم (ص) له خوا د دې لمانځه ادا کولو ته اشاره شوې ده.
همدارنګه، د تهران پوهنتون د ژئوفیزیک انستیتوت اعلان کړی ؤ چې د ۱۴۰۴ کال د ۱۶ په ماښام ۷:۵۷ بجو د میاشتې تندر نیولل پلییږي چې بیا همداسط وشول میاشته تندر ونیوله او تر څو ساعتونو پورې دغې پيښې دوام درلود.
دغه میاشتې تندر نیولل په آسیا، اروپا، استرالیا، افریقا، د شمالي امریکا په لویدیځې کوچنۍ برخه، د جنوبي امریکا په ختیځه برخه، آرام سمندر، اتلانتیک سمندر، هندي سمندر، شمالي قطب او جنوبي قطب کې ولیدل شوه
ټاکل شوې وه چې د آیت لمونځ دغه راز د اماراتو، کویت او سعودي عربستان په جوماتونو کې هم ادا شي.
https://iqna.ir/fa/news/4303802