زمونږ خبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ، د دایران د قاریانو له خوا د «محفل» قرآني پروګرام قاضیان، لکه حامد شاکرنژاد، حسنین الحلو او سید جلال معصومي، د پاکستان تر ټولو لوي او مهم کلني جشن ته بلل شوي دي؛ هغه جشن چې د دغه هیواد تر ټولو مهم ملي او دیني مراسم ګڼل کیږي.
دا سفر د ایران په ضد له ۱۲ ورځني تپلي جنګه وروسته د محفل قرآنی پروګرام د قاضیانو لومړنی نړیوال شتون دی؛ داسې جنګ چې پاکستان د ایران تر څنګ پکې په روښانه او پریکنده ملاتړ سره ودرید. اوس د محفل قرآنی پروګرام قاضیانو ته دغې ځانګړې بلنې دغو مراسمو ته نور هم سمبولیک رنګ ورکړی دی.
په دغو مراسمو کې د محفل قرآنی پروګرام د غړو ګډون د ترسره کونکو لپاره دومره مهم ؤ چې په پاکستان کې په پوسټرونو او ښاري تبلیغاتو کې د محفل قرآني پروګرام د قاضیانو انځورونه لیدل کیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4303818