IQNA

د امام جعفر صادق علیه‌السلام د ولس پال منشور په اړه تاسو څه پوهېږئ؟

9:24 - September 09, 2025
د خبر لمبر: 3491679
ایکنا -  حضرت امام جعفر صادق علیه‌السلام د انصاف، صداقت، خلکو ته د خدمت او د انساني کرامت د ساتنې په څېر اخلاقي اصولو باندې په ټینګار سره، د انساني اړیکو د ښه والي لپاره ارزښتناکې لارښوونې وړاندې کړي دي.

د امام جعفر صادق علیه‌السلام د ولس پال منشور په اړه تاسو څه پوهېږئ؟حضرت امام صادق علیه‌السلام، چې د رسول الله (ص)  یو  لمسی دی او د امامت او ولایت د آسمان شپږم ځلانده ستوری، له خلکو سره د تعامل لپاره ئې ېو لړ اصول بیان کړي چې د «ولس پالنې منشور» په نوم یادیږي. په دغه منشور کې د اړیکو اصلاح، انصاف رعایتول، خدمت‌ کول، صداقت، ښه چلند، د عقیدو درناوی، د انساني کرامت ساتنه او د عیبونو پټول شامل دي. دا هر یو اصول نه یوازې د   وګړنیزې  ودې لپاره لارې دي، بلکې کولای شي یوه سالمه، متوازنه او الهي ټولنه جوړه کړي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي، په دغه مطلب کې، د ولس پالنې په تړاو د امام صادق علیه‌السلام روایاتو ته کتنه شوې ده.

د خلکو ترمنځ اصلاح

«صَدَقَةٌ یحِبُّها اللَّهُ اصْلاحُ بَینَ النَّاسِ اذا تَفاسَدُوا وَتَقارُبُ بَینَهُمْ اذا تَباعَدُوا»؛ (اصول کافي، ج۲، ص۲۰۹، ح۱)

هغه صدقه چې خدای یې خوښوي، د خلکو ترمنځ اصلاح ده، کله چې د دوي اړیکې خرابې شي او دوی یو له بل څخه لرې شوي وي.

له خلکو سره انصاف

«مَن أَنصَفَ النّاسَ مِن نَفسِهِ رُضِیَ بِهِ حَکَماً لِغَیرِهِ»؛ (من لا یحضر الفقیه ج ۳، ص ۱۳، ح ۳۲۳۷)

هر څوک چې له خلکو سره منصفانه چلند وکړي، نور به د هغه قضاوت د نورو لپاره ومنی.

 خلکو ته خدمت

«مَنْ سَعَى فِی حَاجَةِ أَخِیهِ الْمُسْلِمِ طَلَبَ وَجْهِ اللَّهِ کَتَبَ اللَّهُ عَزَّ وَ جَلَّ لَهُ أَلْفَ أَلْفِ حَسَنَةٍ یغْفِرُ فِیهَا لِأَقَارِبِهِ وَ جِیرَانِهِ وَ إِخْوَانِهِ وَمَعَارِفِه»؛ (کافی، ج۲، ص۱۹۷، ح۶)

څوک چې د خپل مسلمان ورور د اړتیا پوره کولو لپاره هڅه او کوشش وکړي، متعال خدای د هغه په عمل نامه کې زر زر نیکۍ لیکي او حتی د دې له امله د هغه خپلوان، ګاونډیان، دیني وروڼه او پېژندونکي د الهي مغفرت لاندې راځي. 

له خلکو سره صداقت

«عَلَیْکَ بِصِدْقِ الْحَدِیثِ وَ أَدَاءِ الْأَمَانَةِ! تَشْرِکُ النَّاسَ بِأَمْوَالِهِمْ هَکَذَا»؛ (بحارالانوار، ج۴۷، ص۳۸۵)

پر تاسو دې وي چې رښتیا ووایئ او امانت وساتئ، په دې توګه به تاسو د خلکو په مالونو کې شریک شئ.

له خلکو سره ښه چلند

«ثَلاثَةٌ مَنْ أَتَى اللَّهَ بِوَاحِدَةٍ مِنْهُنَّ أَوْجَبَ اللَّهُ لَهُ الْجَنَّهَ؛ الْإِنْفَاقُ مِنْ اقْتِارٍ، وَ الْبِشْرُ لِجَمِیعِ الْعَالَمِ، وَ الْإِنصَافُ مِنْ نَفْسِه»؛ (کافي، ج۲، ص۱۰۳)

درې کارونه دي چې هر څوک یې د خدای د رضا لپاره ترسره کړي، خدای به پر هغه جنت واجب کړي: په تنګدستۍ او اړتیا کې انفاق کول، له خلکو سره ښه چلند او د ځان او نورو حق ته په یوه سترګه کتل.

له خلکو سره ښې خبرې کول

«مَعَاشِرَ الشِّیعَةِ کُونُوا لَنَا زَیْنًا وَلَا تَکُونُوا عَلَیْنَا شَیْنًا قُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا وَ احْفَظُوا أَلْسِنَتَکُمْ وَ کُفُّوهَا عَنْ الْفُضُولِ وَ قُبْحِ الْقَوْلِ»؛ (بحارالأنوار، ج۶۵، ص۱۵)

اې زمونږ شیعیانو، زمونږ عزت او زینت جوړ شئ او زمونږ لپاره د ننګ او بې عزتۍ سبب مه جوړیږئ، له خلکو سره ښې خبرې وکړئ، خپلې ژبې وساتئ او له غیر ضروري او ناوړه خبرو څخه یې منع کړئ.

 د خلکو د کرامت ساتنه

«إِنَّ شِرَارَکُمْ مَنْ أَحَبَّ أَنْ یُوَطَّأَ عَقِبُهُ»؛ (اصول کافی، ج۲، ص۲۹۹، ح۸)

هغه کسان چې غواړي تر خلکو مخکې ولاړ شي، او خلک په دوي پسې حرکت وکړي، تر دا ټولو بد خلک دي.

د خلکو د ژوند د اړتیاؤ پوره کول

«ثَلاثَةُ أَشْیَاءَ یحْتَاجُ النَّاسُ طُرًّا إِلَیْهَا: الْأَمْنُ وَ الْعَدْلُ وَ الْخِصْبُ»؛ (بحارالانوار، ج۷۵، ص۲۳۴، ح۴۴)

درې شیان دي چې ټول خلک ورته اړتیا لري: امنیت، عدالت او هوساینه.

د خلکو د عقیدو درناوی

«لَا تَفَتِّشِ النَّاسَ عَنْ أَدْیَانِهِمْ فَتَبْقَى بِلا صَدِیقٍ»؛ (بحارالانوار، ج۷۵، ص۲۵۳، ح۱۰۹)

د خلکو د عقیدو په اړه تفتیش مه کوئ، که نه بې ملګري به پاتې شئ.

https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i164342  

captcha