ایکنانیوز د پاریس ۲۴ له قوله راپور راکړ، د پاریس د پولیسو مشر په یوه مطبوعاتی کنفرانس کې وئيلي دي ،په پاریس او شاوخوا کې د څو جوماتونو ترڅنګ د نهو خنځیرانو سرونه مونل شوي چې احتمال لري، دغه شمیر نوره هم زیات شي. په عین حال کې د فرانسې پولیسو ددغو پيښو په باب څيړنې پیل کړي دي.
د پاریس د لوئې څارنوالۍ په وینا ، دجوماتونو په وړاندې ددغو حیواناتو سرونه کیښودل شوي وو، په عین حال کې د فرانسې د کورنیو چارو وزارت دغه اقدامات محکوم کړي او دائې یو ظالمانه او د نه منلو وړ کار بللی دی.
د پاریس د جامع جومات امام شمس الدین حافظ، له اسلامه د ویرونې عملونه، د مسلمانانو په ضد د نفرت په زیاتیدا کې یوه نوي او غمجنونکي مرحله محکومه کړې ده او ددغې خطرناکې لارې په ضد د ملی پیوستون او پوهیدا غوښته وکړه .
فرانسه په اروپائي اتحادئې او همداراز له اسرائيلو او امریکا څخه د بهر ترټولو لوي یهودي آبادئ په هیواد کې مسلمانانو د ترټولو سترې تولنې دژوند او فعالیتونو ځای دی . د اروپائي اتحادئې د اساسی حقوقو د ادارې په وینا، د اروپآئي اتحادئې څو هیوادونو، د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې دغزې د حنګ دپیلیدا له وخت راهسې د مسلمانانو او یهودیانو په ضد د نفرت د زیاتیدا راپورونه ورکړي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4304328