یکنانیوز د پارس ټوډی له قوله راپور راکړ،د ایران اسلامی جمهوریت، د علم، ادب او کلتور په ژورو ریښو سره یو ټاټوبی دی چې اوسمهال نه یوازې د سیلانیانو لپاره یو هدف دی، بلکې د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه د لیوالو زدهکوونکو لپاره هم یو کور دی. معتبر او باوري پوهنتونونه، د بورسیو یا سکالرشیپونه بېلابېل فرصتونه، فعال علمي چاپېریالونه او ایرانة میلمهپالنه دا هیواد د لویدیځې آسیا په سیمی کې د زدهکړو لپاره یو له غوره انتخابونو څخه کړی دی.
د وروستیو شمېرو له مخې، اوس مهال کابو ۳۵ زره بهرني زدهکوونکي د ایران په پوهنتونونو کې زدهکړې کوي، چې دا شمېر حکومتي پوهنتونونه، اسلامي آزاد پوهنتونونه، د روغتیا وزارت اړوند پوهنتونونه او د لوړو زدهکړو موسسې پکې شاملې دي.
په دغې لیکنی کې د ایران د زدهکړو امکاناتو او فرصتونو ته یوه کتنه شوې ده.
د زدهکړو فرصتونه
په ایران کې زدهکړې په دوو اصلي ډولونو ترسره کېږي: په سکارلرشپونو یا بورسیو سره او په بغیر سکالر شیپونو سره د زدهکوونکو لپاره.
د بورسیه زدهکوونکي کولی شي له فیس پرته په پوهنتونونو کې زدهکړې وکړي او له امکاناتو لکه وړیا استوګنځای، روغتیايي بیمه او د ژوند لګښتونو لپاره مرستې ترلاسه کړي.
دا بورسیې یا سکالرشپونه د ایران د سفارتونو،کلتوري موسیسو،پوهنتونونو،نړیوالو علمي تړونونو او د ایران د علومو وزارت له نورو هېوادونو سره د ملگرتیا له لارې وړاندې کېږي.
د بورسیو یا سکالر شیپونو ډولونه
په ایران کې د زدهکړو بورسیې په درو ډولونو وړاندې کېږي:
الف ډول: وړیا زدهکړه، وړیا استوګنځاي، د ژوند د لګښتونو مرسته او روغتیايي بیمه.
ب ډول : وړیا زدهکړه او استوګنځاي، د ژوندپر لګښتونو سربیره مرستې.
ج ډول: وړیا زدهکړه، نور لګښتونه د زدهکوونکي پر غاړه.
دا د بورسیو ډولوالی د دې لامل شوی چې د بېلابېلو شرایطو لرونکي زدهکوونکي په ایران کې د زدهکړو له فرصتونو ګټه پورته کړئ شي.
د بهرنیو زدهکوونکو د منلو شرایط!
د ایران په پوهنتونونو کې د داخلېدو لپاره، غوښتونکي باید عمومي او اختصاصي شرایط پوره کړي.
په عمومي شرایطو کې قانوني بندیز نه لرل، د ایران د استازولۍ له خوا د صلاحیت تایید او د فزیکي او نفسیاتی روغتیا سند وړاندې کول شامل دي.
اختصاصي شرایط د معتبرو زدهکړېالو اسنادو، مناسب معدل، د پوهنتون له خوا منل کېدل او د هرې زدهکړېیزې کچې لپاره د عمر محدودیتونو رعایت کول دي.
هغه زدهکوونکي چې پخوانۍ کچې یې په ایران کې بشپړې کړې وي، د عمر له محدودیتونو معاف دي.
د فارسي ژبه
څرنګه چې په ایران کې زدهکړې په فارسي ژبه ترسره کېږي، بهرني زدهکوونکي باید له دې ژبې سره اشنا وي.
معتبرې زدهکړېیزې موسیسې لکه «د فارسي ژبې نړیوال روزنیز مرکز» د ژبې، ادبیاتو، هنر او ایراني کلتور په اړه بېلابېل کورسونه وړاندې کوي، چې د زدهکړې ترڅنګ یوه بډایه تجربه هم برابروي.
د ایران مشهور پوهنتونونه
تهران، د ایران پلازمېنه ده او دا ښار د ایران تر ټولو مهم زدهکړېیز مرکز بلل کېږي.
د تهران پوهنتون: د ایران تر ټولو زوړ او د لویدیځې اسیا له تر ټولو باؤری او معتبرو پوهنتونونو څخه دی، چې د ایران د غوره زدهکړېیزو مرکزونو په توګه پاملرنه جلبوي.
د تهران د طبي علومو پوهنتون: د ایران لومړنی طبي روزنیز مرکز دی، چې هر کال یو شمېر بهرني زدهکوونکي مني. په دغه ښار کې نور پوهنتونونه او د لوړې زدهکړې موسیسې هم د بهرنیو زدهکوونکو په جذبولو کې فعالې دي او له یو بل سره سیالي کوي
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، کابو ۱۰۰۰ بهرني زدهکوونکي د تهران په پوهنتونونو کې زدهکړې کوي، چې کابو ۶۶ سلنه یې نارینه او ۳۴ سلنه یې ښځینه دي.
دا زدهکوونکي د ترکیې، جاپان، چین، سوریې، عراق، افغانستان، ارمنستان، پاکستان، مولدیویا، اذربایجان، هنګري، اوکراین، هالنډ، امریکا، استرالیا، انګلستان، ایټالیا، کاناډا، فرانسه، بحرین او نورو هېوادونو څخه دې ښار ته راغلي دي.
د مشهد ښار او د دغه ښار فردوسي پوهنتون په دې لړ کې دوهم ځای لري.
د شیراز پوهنتون او د ګیلان پوهنتون د بهرنیو زدهکوونکو د جذب په برخه کې په راتلونکو درجو کې دي.
بل پوهنتون چې ډېر بهرني زدهکوونکي لري، د تهران الزهرا پوهنتون دی. دا پوهنتون یوازې نجونو ته ځانګړی دی او یوازې ښځینه زدهکوونکي مني.
قم، د نړۍ د اسلامي دین یو مهم مرکز دی، چې ډېرې ښوونځي، علمي حوزې او څېړنیز مرکزونه لري.
دا مرکزونه د دینونو ، مذهبونو، فرقو، مذهبي غورځنګونو، لویدیځي نظریاتو او نورو اړوند موضوعات تدریسوي او دا مطالب د لیوالو زدهکوونکو لپاره وړاندې کوي. له دې امله، قم د ایران د دین او مذهب پلازمېنه بلل کېږي، چې د دیني موضوعاتو د زدهکوونکو او طلبه و د منلو په برخه کې ډېر فعال دی.
نور پوهنتونونه
د تبریز، تربیت مدرس، شهید بهشتي، د اصفهان، صنعتي پوهنتون، امیرکبیر، خواجه نصیرالدین طوسي، دانشگاه شریف، علامه طباطبایي، علم او صنعت پوهنتون ، ارومیه، بوعلي سینا، بیرجند، خوارزمي، رازي کرمانشاه، زنجان، سیستان او بلوچستان، شهید چمران اهواز، کاشان، مازندران، یزد، سهند تبریز، صنعتي بابل، شاهرود، صنعتي شیراز، د زنجان علوم پایه، د ګرګان علوم کرهڼیز او طبعي سرچینې، هنر، اراک، ایلام، بجنورد، د امام خمیني نړیوال پوهنتون قزوین، حکیم سبزواري، خلیج فارس، دامغان، زابل، شهر کرد، شهید مدني، کردستان، ګلستان، لرستان، ولي عصر (عج) رفسنجان، هرمزګان او یاسوج پوهنتونونه هغه پوهنتونونه دي چې نړیوال زدهکوونکي جذبوي.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i164536
https://parstoday.ir/fa/iran-i22174