IQNA

د تیمبوکتو لاسلیک نسخې؛د فرانسوي نیواکګرو له منګولو په آفریقا کې د پټې خزانې ترلاسه کول

10:54 - September 14, 2025
د خبر لمبر: 3491701
ایکنا -   له سلګونو لیکوالانو څخه  په طلائي اوبو سره د لیکل شوو قرآني علومو، ریاضي، ستور پوهنې  په اړه کابو څلور لکه  لاسلیک شوي  نسخې په تیمبوکتو لاسلیک  شوو نسخو کې موندل کېږي چې د بشري، عربي او اسلامي لیکل شوي پوهې میراث مهمې برخې جوړوي.

 ایکنانیوز  د عربي پوسټ له قوله راپور راکړی، سلطان «سونګا عسکیا محمد»، چې د «عسکیا  کبیر» په نوم یادیږي، د افریقا په لویدځ ساحل کې د سونګای اسلامي سلطنت حاکم  په ۱۵ پېړۍ پای کې دی چې یوه  تر ټولو ښه بډائ اسلامي سیمه وه.

په هغې سیمې  کې له هغه  یو قول نقل شوی چې وائيئ؛ د دفاع لپاره ځانګړی شوی وخت باید د ټولو لپاره منصفانه وي او اړینه ده چې شهادت یوازې له هغو کسانو څخه ومنل شي چې اخلاق ئې بی عیبه وي».

  ؛د پاچا نږدې قضائي چارواکي باید د محاکمې مخکې یا وروسته رشوه ونه مني» او «د شکایت کوونکو څخه د ډالۍ منل منع دی.»

دا نقل قول  «د تیمبوکتو لاسلیک نسخو»  یوه مهمه نسخه  بلل کیږي چې  د  سرو زرو په اوبو سره د لیکونکو سلګونو لیکوالانو څخه د قرآني علومو، ریاضي، ستوري پوهنې په اړه کابو ۴۰۰ زره لاسلیک نسخو کې موندل کېږي. دا له مهمو تاریخي اسنادو څخه دي چې د بشري، عربي او اسلامي لیکل شوي پوهې میراث مهمې برخې جوړوي.

که د تیمبوکتو اوسېدونکو شخصي هڅې نه وي چې دا اسناد د فرانسې د نیواک په وخت کې تر اوسه پورې له نابودۍ څخه  او غلا کولو وساتل، د تیمبوکتو ارزښتناکې لاسي نسخې چې د نړیوالو مشهورو موسسو لکه یونسکو لخوا آرشیو کېږي او د هغوی محتوا د اروپائي پوهنتونونو لخوا څېړل کېږي، تر نن ورځې  پورې ژوندي نه وي پاتې شوي.

نسخه‌های خطی تیمبوکتو: گنجینه‌ای عربی از 400 هزار سند که از اشغالگران فرانسوی پنهان شده بود

تیمبوکتو؛ په آفریقا کې د علم ښار

تیمبوکتو په یوې لرغونې تجارتي لاره کې موقعیت لري چې هلته له شمالي آفریقا څخه مالګه، سره د سرو زرو او غلامانو، له جنوبي صحرايي هېوادونو څخه مبادله کېدله. د عامو افسانو له مخې، د تیمبوکتو نوم مطلب «د بوکو څاه» دی؛ هغه ښځه له طوارقو څخه وه چې دا ځای د هغې په نوم نومول شوی دی. دا ځای وخت کې د څو طوارقو قبیلو د لمر په ګرمۍ او د ژمي په سفرونو کې د تېرېدنې  او  دَمې ځای و.

تیمبوکتو، سره  په موریتانیا کې د «ولاته» او «شنقیط»  په هغه وخت کې چې کاروانونه  په خرما، مالګې، کپړې، کتاب، سرو زرو، وریښمو، د شترمرغ  ، او نورو بیاباګیو توکو  باندې بار ، د لویدیځ آفریقا تر ټولو مهم اسلامي پلازمینې او د کاروانونو تمځایونه وو.

دا ښار په ۱۶مه پېړۍ کې د اسلامي زده کړې مرکز او د روحانيونو، قاضيانو او لیکوالانو د اوسېدو ځای شو.

دا ښار بیا د تجارت، علم، پوهې او تصوف لپاره یو فعال مرکز شو او «د ۳۳۳ صالحینو اولیاوو ښار» ونومول شو.

نسخه‌های خطی تیمبوکتو: گنجینه‌ای عربی از 400 هزار سند که از اشغالگران فرانسوی پنهان شده بود

د تیمبوکتو لاسلیک نسخې؛ د څو  زرو کلونو بشري میراث

په راتلونکو لسیزو کې، تیمبوکتو په لویدیځ لیدونکو سیلانیانو کې ډېر مشهور شو چې دا ښار د عجایبو ښار د ښودلو لپاره د لویدیځو د ټوریزم د موسیسو  او اورګانونو  له لارې د رسنیزو تبلیغاتو له امله و.

یونسکو په ۱۹۹۰ کې د تیمبوکتو اهمیت د آفریقایي معماري او د هغې علمي او فکري بهیر  په رسمیت کې د نړیوال میراث په توګه اعلان کړ.

د «جنوبي آفریقا-مالي  هیواد لاسلیک نسخو» پروژې په رسمي ډول په ۲۰۰۳ کې پیل شو  او مهمو لاسته راوړنو ته ورسېد ، چې تر ټولو مهمه یې د نوې کتابتون ودانۍ ده چې په ۲۰۰۹ کې د جنوري په میاشت کې په تیمبوکتو کې پرانیستل شوه څو لاسلیک نسخې په سمه توګه پکې وساتل او آرشیو شي.

نسخه‌های خطی تیمبوکتو: گنجینه‌ای عربی از 400 هزار سند که از اشغالگران فرانسوی پنهان شده بود

ګوګل شرکت ډېر زر (۴۰ زره) اسناد د تیمبوکتو لاسلیک نسخې ډیجیټل آرشیو کړي دي او اصلي نسخې بې قیمته خزانه ده. ځینې لاسلیک شوي نسخې د تیمبوکتو    سرو زرو سره لیکل شوې دي، لکه د امام سیوطي کتابتون کې موجودې نسخې، چې  د تیمبوکتو تر ټولو مهمو کتابتونونو څخه دی.

دا کتابتون، ارزښتناکې لاسلیک نسخې لکه یوه نسخه د قرآن کریم چې د ۱۶  پېړۍ پورې اړه لري، ساتي چې په خالصو سرو زرو سره لیکل شوې او یوه ډېره نادره نسخه ګڼل کېږي. د دې کتابتون تر ټولو پخوانۍ لاسلیک نسخې هم د ۱۲  میلادي پېړۍ پورې رسېږي.

   https://iqna.ir/fa/news/4281805

captcha