IQNA

  د اماراتو په «شیخه هند» قرآني سیاليو کې د ګډون نوم ليکنه پیل شوه

11:45 - September 15, 2025
د خبر لمبر: 3491707
ایکنا- د دبی د نړیوالو قرآني سیاليو جوړونکې کمېټې د ۲۰۲۵ کال د  شیخه هند بنت مکتوم د قرآن د ملي سیاليو په  ۲۶ پړاؤ  کې د ګډون نومليکنې د پیل خبر ورکړی دی.

  ایکنا نیوز د الخلیج له قوله راپور راکړی، دغه سیالۍ د متحده عربی اماراتو په  داخل کې د قرآني سیاليو له غوره سیاليو څخه ګڼل کېږي چې د دُوبئ د قرآني سیاليو جوړونکي کمېټې لخوا چې د دبی د اسلامي چارو او خیریه فعالیتونو ادارې پورې تړلې ده، هر کال جوړېږي.

په دغه  ۲۶  پړاؤ  کې د ګډون نوم ليکنه به د ستمبر میاشتې تر پاي پورې له دوبئ جایزې رسمي ویب پاڼې «Shq.quran.gov.ae» څخه دوام وکړي او دا نومليکنه په  شخصي ډول یا په اماراتو کې د معتبرو  قرآني ادارو له لارې په  معرفي کيدونکي ډول سره ممکنه ده.

د دغې سیالۍ مقدماتي پړاو به د  ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې پیل شي او اماراتي ښاریز او په دغه هېواد کې دیره  غیر اماراتي  پکې ګډون کولی شي.

د دوبی د اسلامي چارو او خیریه فعالیتونو ادارې عمومي مدير او د دبی د نړیوالو قرآني سیاليو جوړونکي کمېټې د باوري شورا مشر،احمد درویش المهیری،په دې اړه وویل: په اماراتو کې د شیخه هند قرآني سیالۍ یو قرآني څراغ دی چې د حکومت  له خوا د قرآن د خدمت د ځای پیاوړي کولو او د غوره حا فضانو په پېژندلو کې مرسته کوي.

هغه زیاته کړه: دا سیالۍ تعلیمي او ټولنیز اړخونه لري او د نسلونو ترمینځ له قرآن او لوړو قرآني ارزښتونو  سره اړیکې پیاوړې کوي.

دا سیالۍ به د ټول قرآن د حفظ، د ۳۰ جزء یا سپارو د  حفظ، د درو جزؤ یا سپارو د حفظ، د پنځو جزء حفظ، د ۱۰ جزء حفظ او د ۲۰ جزءو  حفظ په څانګو کې جوړېږي او ګډون کوونکي چې پکې ګډون کوي، له مخکې په غوښتل شوي څانګې کې د پای پړاو ته نه وي رسېدلي.

https://iqna.ir/fa/news/4304755

captcha