IQNA

  آیا د ترکیې او اسرائیلو ترمینځ د جګړې او ډغرې احتمال شته؟ (مقاله)

6:45 - September 20, 2025
د خبر لمبر: 3491739
پارس‌ټوډي: د اسرائیلو له خوا پر قطر برید د ترکیې او اسرائیلو ترمنځ تاوتریخوالی نور هم زیات کړی او د انقرې او تل ابیب ترمنځ د مستقیمې ډغرې احتمال ئې رابرسیره کړی دی.

 ایکنانیوز د پارس‌ټوډي له قوله راپورراکوي، یوه صهیونیسټي شنونکی ادعا کوي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷  نېټې څخه د طوفان الاقصی عملیاتو راهیسې، اسرائیلو خپله ملي امنیتي تګلاره بدله کړې ده،څو د ممکنه ګواښونو پر وړاندې،د ځنډولو په ځاي ، سمدستي غبرګون وښئي. اسرائیلو د طوفان الاقصی له عملیاتو وروسته په دوو کلونو کې د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې بې‌مخینې بریدونه کړي او د یرغلیز چلند یوه بېلګه ئې ښودلې ده.

وحشي ډوله اوتیریګرو اسرائیلو اوس د منځني ختیځ شپږ هېوادونه یعنې فلسطین (غزه)، لبنان، سوریه، یمن، ایران او بیا قطر د غزې د دوه کلنې جګړې په بهیر کې په نښه کړي دي. په حقیقت کې، پر قطر برید د ترکیې او پاکستان په څېر هېوادونو لپاره  هم د خطرې ټلئ ده.

همدارنګه، د اسرائیلو او ترکیې د مشرانو ترمینځ لفظي شخړې هم  زیاتې شوي دي. د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، په بیت المقدس کې په یولړ څرګندونو کې وویل:  مونږ دلته (په بیت المقدس کې ) یو. دا زمونږ ښار دی. ښاغلی اردوغانه!، دا ستاسو ښار نه دی. دا زمونږ ښار دی او تل به زمونږ وي. نور به  ونه وېشل   شي.::

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نتانیاهو د دغې ادعا په ځواب کې چې بیت المقدس به تل د اسرائیلو وي، وویل: مونږ به هیڅکله اجازت ورنه کړو چې مقدس ښار بیت المقدس په ناپاکو لاسونو  ککړ شي!  هغه زیاته کړه: د آئیډیالوژۍ له پلوه، نتانیاهو د هِټلر د خپلوانو په څېر دی.:

 د قطر پر پلازمېنې  دوحې باندې  وروستی برید د اسرائیلو د تیریو  د پراخېدو ښودنه کوي، هغه هېوادونه چې پخوا په مستقیم ډول په نښه شوي نه وو، اوس په نښه کیږي. دغه اقدام، چې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده، په سیمې کې ئې جدي اندېښنې راپارولي دي. په قطر کې د حماس پر مشرانو  برید د اسرائیلو له خوا ترکیې ته یو پیغام دی: په ترکیه کې د حماس وروستی پناه‌ځای کیدای شي د برید بل هدف وي.

د بهرنۍ پالیسۍ د ډیرو شنونکو په باور، د ترکیې د ناټو غړیتوب د اسرائیلو د برید پر وړاندې محافظت نه کوي. د اسرائیلو برید کیدای شي د یوه هېواد پر وړاندې د روا  دفاع په توګه وګڼل شي چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي او د ناټو د ۵  مادې له مخې به خودکار غبرګون ونه ښئي.

د صهیونیسټي ورځپاڼو او په تیره بیا   د هاآرتص  خپرونې تحلیل ښئي چې ترکیه د حماس د ملاتړ او په سورئې کې د پوځي شتون  د پیاوړتیا له امله کیدای شي د اسرائیلو بل هدف وي. دا احتمال د دواړو خواوو ترمینځ په سورئې کې د سیالۍ او دښمنانه څرګندونو، په شمول د نتانیاهو له خوا د ارمنیانو د نسل‌وژنې په رسمیت پېژندلو له امله پیاوړی شوی دی.

ترکیه، د ناټو د غړي په توګه، د دفاعي سیسټمونو او د وسلو تولید په شمول ، خپل  پوځي  بیخ بینائي تاسیسات پیاوړي کړي، څو د اسرائیلو د ګواښونو پر وړاندې چمتو وي. په سورئې کې د ترکیې پر را ډاري تجهیزاتو وروستی برید، چې د ترکیې د څو پوځیانو د وژل کېدو لامل شوی، او د انقرې هڅې چې د اسرائیلو پر وړاندې د ځاي  ډلو ملاتړ وکړي، د دغې ډَغَرې  روښانه نښې دي.

په اپریل میاشت کې د اذربایجان جمهوریت منځګړیتوب،د ترکیې او اسرائیلو ترمینځ د تصادفي شخړو د مخنیوي لپاره یوازې موقتي حل ؤ او د تاوتریخوالي ریښې ئې له مینځه نه دي وړې. له بلې خوا،په سورئې کې د ترکیې او قطر ترمنځ زیاتیدونکې ملګرتیاؤ، په تیره بیا د بشار اسد له سقوط وروسته، د اسرائیلو اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي.

له پوځي پلوه، اسرائیل په پرمختللې ټیکنالوژۍ، هوايي ځواک او ایټمي وسلو سره برتری لري، خو د ترکیې پوځ، چې د ناټو یو له سترو ځواکونو  دی، د جدي ننګونو د رامنځته کولو توان لري. د اسرائیلو هڅې چې د ترکیې لپاره د اف-۳۵ جنګي الوتکو د پلور مخنیوی وکړي، د انقرې د پوځي پیاوړتیا په اړه د تل ابیب اندېښنې ښئي.

ترکیې په وروستیو کې دتوغندیو او هوائي دفاعي سیسټمونو په برخې کې پانګونه زیاته کړې او سږ کال ئې د بالسټیک او کروز توغندیو  نوي سیسټمونه او همدارنګه د «فولادي گنبد» په نوم دفاعي سیسټمونه معرفي کړي دي. د سیپر (SİPER) هوائي دفاعي سیسټم، چې د ۱۵۰ کیلومیټرو په واټن کې د اهدافو د ویشتلو توان لري، هم پکې شامل دی. د ترکیې   ایف-۱۶ جنګي الوتکې، چې د دغه هېواد د هوائي ځواک بنسټ دی، البته اوس زوړ شوی او له متحده ایالاتو سره د اف-۳۵  ډوله جنګي الوتکو  د اخستو پروګرام ته د بېرته واریدیدا خبرې اترې  هم ترسره کیږي. دا کار انقره دې ته اړ کړې چې خپل کورني پلیټ فارمونه پراخ کړي، لکه د پنځم نسل جنګي الوتکه «خان» چې په ۲۰۳۰ کال کې به جوړه شي،او  راډار ضده بې‌پیلوټه الوتکه «کیزیل‌الما».

د ترکیې شنونکي په دې باور دي چې د اسرائیلو له خوا د ترکیې د هوائي حریم خلاف ورزي  به د انقرې له خوا سمدستي او سخت غبرګون سره مخ شي. سره له دې چې د اسرائیلي چارواکو له خوا ترکیه او د هغې مشران په دوامداره توګه په نښه او ګواښل کیږي، خو لا هم د ترکیې او اسرائیلو ترمینځ سمندري تجارت دوام لري.

سره له دې چې ترکیه او اسرائیل اقتصادي او تجارتي اړیکې لري، خو د اسرائیلو  بلاغواړی  لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د حماس د مشرانو او چارواکو د له منځه وړلو په پلمه د ترکیې پر وړاندې د برید له کولو کومه ویره نه لري. په تیره بیا دا  چې ډونالد ټرمپ هم په حقیقت کې د تل ابیب د بې مخینې بریدونو پر وړاندې شنه اشاره  ورکړی دی.

https://parstoday.ir/fa/west_of_asia-i22700

captcha