IQNA

د ایران قدرتمنو فتاح نومې توغندیو د تل ابیب غواړو متحدانو ته پيغام واستوؤ

12:03 - June 18, 2025
د خبر لمبر: 3491286
ایکنا- د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دعمومی  اړیکو ادارې  د وعده صادق ۳ ویاړمنو او قدرتمنو عملیاتو له یولسمې څپې سره په یووخت په یوې خبرتیا کې ټينګار وکړ، د فتاح اول  ماډل توغندي د شرغواړي صهیونیسټي پوځ د افسانوي دفاعی سسټم د پاي  پیل دی.

ایکنانیوز  د سپاه نیوز له قوله راپور راکړ، د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د عمومی اړیکو د ادارې د لسم شمیر خبرتیا متن هم په دې ډول دی.

بسم الله الرحمن رحی

فَإِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ

د ایران اتل ملت!

 د وعده صادق ۳ قدرتمنو او ویاړمنو عملیاتو یولسمه څپه د فتاح اول  ماډل توغندیو څخه په استفادې سره  د صهیونیسټي  پوځ د افسانوي دفاعی سسټم په پاي او د شرغواړو صهیونیسټانو  د ځان وژنې او لالهاندۍ  پیل  دی چې تاسو  د سپاه پاسدارانو قوماندانانو، مخلصومبارزانو او د هوافضا ځواکمنو ځواکونو ته مبارکي وایوو.

 دفتاح قدرتمن او دښمن ته دوکه ورکونکي توغندي  بیګا شپه د دښمن له دفاعي سسټمونو څخه په تیریدا سره  د صهیونسټانو  پټنځایونه په کرتو ولړزول او  د ایران دقدرت ا اقتدار پیغام ئې  د تل ابیب  هغو جنګ غواړو متحدانو ته چې په پوچوو خیالاتو او توهماتو کې ئې داسې تصوّر نه درلود، ولیږلو.

 د بیګا شپې توغندوي حملې وښودله مونږ د نیواکي ټاټوبو پر فضا بشپړ مسلط شوي یوو او  دهغو نیواکي سیمو اوسیدونکي د  ایران دتوغندوي حملو په وړاندې په بشپړ ډول بې دفاع شوي دي.

 مَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ

روابط عمومی سپاه پاسداران انقلاب اسلامی

https://iqna.ir/fa/news/4289325

captcha