IQNA

په اسلامشهر کې د ۴۹ منادی نومی محفل ترسره ش

8:28 - September 22, 2025
د خبر لمبر: 3491745
ایکنا _د «منادي» نومی لړۍ ۴۹محفل د اسلامشهر د قرآن‌پالو د ټولنې په هڅو، د دفاع مقدس د اونۍ د درناوي او د شهیدانو د یاد په پار جوړ شو

د ایکنا د راپور له مخې، دغه محفل د وږي په ۲۸مه د ماښام له لمانځه وروسته د عالي حبیبي، د اسلامشهر د ځوان قاري، په ښکلي تلاوت پیل شو. ورپسې نور ځوان قاریان، لکه محمدرضا کریمي او امیرحسین قدیمعلي‌لو، د قرآن کریم مبارک آیتونه تلاوت کړل. 

بیا محمد سبحان پرسم، غوره قاری او مؤذن، په ښکلي تلاوت محفل لا ښایسته کړ. وروسته محسن قاسمي او محمد کاظمي هم د قرآن کریم تلاوتونه وړاندې کړل. 

په څنډه کې، د معاصر خوشنویسۍ د کانون مشر مجید هدایتي د خوشنویسۍ ښکلي آثار وړاندې کړل او د خپلې لاسلیک شوې لیکنې نمونې یې د ګډونوالو په ویاړ ډالۍ کړې. 

بله مهمه برخه د محفل د محسن قاسمي درناوی و، ځکه نوموړي په نړیوالو سیالیو کې د مالیزیا د قرآن کریم د تلاوت مقام ترلاسه کړی و. 

د محفل ټولې اجرايي چارې لطیف اسکندري پر غاړه لرلې، چې د تفسیر او تدبر په ارزښتمنو خبرو سره یې محفل بډای کړ. د معمول په څېر، په پای کې د ګډونوالو ګډ انځور د محفل وروستۍ شېبې جوړې کړې. 

https://iqna.ir/fa/news/4305882/%DA%D8%AF

 

captcha