یکنانیوز د پارس ټوډی له قوله راپور راکړی- د امریکا دکرغیړن ټرمپ حکومت د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د رسنیز او خبري ټیم زیاترو غړو ته د نیویارک سفر او د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلئ د پوښښ لپاره ویزه نه ده ورکړې.
په داسې حال کې چې د امریکا حکومت تل د بیان د ازادۍ او د معلوماتو د آزادئ د بهیر د ملاتړ ادعا کوي، د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر مسعود پزشکیان د رسنیز او خبري ټیم زیاترو غړو ته ئې د نیویارک سفر او د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ د پوښښ او د حق او حقیقت د چغې د پورته کولو لپاره ویزه نه ده ورکړې.
په دغه راپور کې وئیل شوي دي، د دغې محدودوونکي پرېکړې له مخې، د تېرو کلونو په اپوټه، یوازې د ایران د رسنیز ټیم دوو غړو ته ویزه ورکړل شوې، او دوي به د ایران د ولسمشر د سفر د پراخو پروګرامونو او خبرونو د پوښښ مسؤلیت پر غاړه ولري.
دا اقدام په داسې شرایطو کې شوی چې د خبریالانو او رسنیزو عواملو شتون د هېوادونو د مشرانو د پروګرامونو د بشپړ پوښښ لپاره د ملګرو ملتو د عمومي غونډې د ماموریت یوه نه بېلېدونکې برخه ګڼل کېږي.
له دې نړیوالې غونډې څخه د ایران رسنیز ټیم محرومول د امریکا د ایران په وړاندې د سیاسي او غرضي چلند یوه بله نښه ده؛ دا ډول چلند په ښکاره ډول د رسنیو د ازادۍ او د ملګرو ملتو له اصولو سره په ټکر کې دی.
https://parstoday.ir/ps/news/world-i164974