ایکنانیوز د صراحه نیوز له قوله راپور راکوي، دغو فلسطینيو خوئیندو په یوه ویاړمنې او د ستاینې وړ هڅې کې، چې د هوډ، ارادې، معنویت او د کورنۍ د ملاتړ ترکیب دی،ټول قرآن کریم حفظ کړ.
دغو څلورو خوئیندو تقریباً په یوه وخت کې د ټول قرآن کریم حفظ پای ته ورساوه، چې دا د دوي د قرآن حفظولو ته د ژمنتیا او ورځني نظم او انضباط څرګندونه کوي.
د کورنۍ دوامداره هڅونه او د یوه هڅوونکي تعلیمي چاپېریال په رامنځته کولو کې د هغې چورلیزي رول په دغه بریالیتوب کې اغېزشیندونکی و او دا لاسته راوړنه د فلسطین په ټولنې کې د تعلیمي او دیني غوره والي نښه ده.
دا بریالیتوب همدارنګه د مسلمانو کورنیو او ځاي ټولنې مهم رول ښئي چې د خپلو ماشومانو د دیني تعلیم ملاتړ کوي، په ځانګړي ډول د فلسطین په تعلیمي او دیني برخو کې د مخامخ سختو شرایطو په پام کې په نیولو سره دغه شان ګام پورته کول دویاړ او نوښت څرګندونه کوي.
د دغو څلورو خویئندو لخوا د قرآن کریم بشپړ حفظ د ځاي ټولنې تر اغېز لاندې راوست او دوي دغو خوئیندو ته د دې بریالیتوب مبارکي وویله او د دوي لپاره ئې د دوامداره بریالیتوب او د قرآن او قرآني ارزښتونو خدمت ته د ثابت قدمۍ هیله وکړه.
https://iqna.ir/fa/news/4306407