IQNA

د عربي او اسلامي هېوادونو مشرانو سره په لیدنه کې ټرمپ په غزې کې د جګړې پای پلان وړاندې کړ

11:13 - September 25, 2025
د خبر لمبر: 3491762
ایکنا - د امریکا کرغیړن ولسمشر ډونالد ټرمپ په ملګرو ملتو مرکز کې د څو عربي او اسلامي هېوادونو مشرانو سره په خپلې ناستې کې، په غزې کې د جګړې پای لپاره دوي ته د امریکا پلان وړاندې کړ.

د ایکنا راپور له مخې چې د میډل ایسټ نیوز له قوله ئې راکړی، د امریکا د غزې په اړه د پلان تفصیلات سمدستي د دې ناستې تر جوړیدو وروسته خپره نه شول، خو دونالد ټرمپ د غونډې  له ځای څخه بهر  دا ډېر ښه ښودلی په داسې حال کې چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا لیدنه ډېره پایله لرونکې بللې ده.

ټرمپ د ملګرو ملتو د عمومي غونډې په څنګ کې په نیویورک کې، د ځينو عربي او اسلامي هېوادونو مشرانو سره لیدنه وکړه چې د خبري رسنیو له مخې، په دې ناستې کې د قطر، مصر، سعودي عربستان، متحده اماراتو، اردن، ترکیه، انډونیشیا او پاکستان لوړ پوړو چارواکو شتون درلود.

ټرمپ د ناستې په پیل کې دا لیدنه ډېره مهمه ښودلې او زیاته ئې کړې  ده: مونږ په غزې تړۍ کې د جګړې پای او د بندي شوو کسانو د بېرته ګرځولو په لټه کې یو.

هغه د دې ناستې په توګه ښودلې چې د هغه د سه شنبې تر ټولو مهمه لیدنه ده او و یلي ئې دي: د هغه حکومت غواړي چې ۲۰ اسراییلي نیول شوي ژوندی کسان او ۳۸ مړي ئې له غزې څخه بېرته وګرځوي.

د ټرمپ له خبرو وروسته، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثانی وویل: په غزې کې وضعیت خراب دی او موږ دلته یو چې هر څه چې موږ ته کېږي د جګړې پای او د یرغلګرو بېرته راګرځولو لپاره وکړو.

هغه زیاته کړه: مونږ د ټرمپ په مشرئ کې په غزې کې د جګړې پای لپاره حساب کوو.

https://iqna.ir/fa/news/4306809

captcha