IQNA

د ساراتوف جامع جومات؛ د « قرآن نړئ» نومې نندارتون کوربه

12:23 - September 25, 2025
د خبر لمبر: 3491764
ایکنا - د « قرآن نړئ» نومې نړیوال نندارتون د قطر په ملګرتیا سره  د روسيې د ساراتوف ښار جامع جومات کې جوړ شو.

 ایکنا نیوز د muslimsaroundtheworld  له قوله راپور راکړی، دا نندارتون د روسيې په  ولګا سیمې کې یو له مهمو اسلامي فعالیتونو څخه و چې د ۲۰۲۵ کال د ستمبر په ۲۰ ( د و ږی د میاشتې ۲۹) د یو مهم کلتوري او دیني فعالیت په توګه د روسيې د ساراتوف ښار جامع جومات کې پرانیستل شو.

د روسيې او قطر پلاؤ او دیني او کلتوري شخصیتونو د دې قرآني نندارتون د پرانیستنې په مراسمو کې شتون  درلود او دا پیښه د ډیجیټل او نوښتګرو ټیکنالوژیو او آډیوئي او ویډیوئي  رسنیو په کارولو سره، لیدونکو ته دا امکان ورکوي چې په مستقیم ډول د قرآن له متن سره تعامل وکړي او د هغه مفاهیم په یوه نوي فضا کې درک کړي چې اصالت او نوښت سره یوځای کوي.

د نندارتون جوړوونکو د قرآني خوشخطۍ ښکلاګانې او د قرآن خطي نسخو تاریخچه په ننداره کولو سره، د بېلابېلو عمرونو لیدونکو لپاره د قرآني خوشخطۍ د هنر د پېژندنې په موخه توضیحات وړاندې کړل.

دا پیښه د روسيې په کچه د یو مهم اسلامي فعالیت په توګه، د لویو جوماتونو لکه د ساراتوف جامع جومات پر رول ټینګار کوي چې د عبادي، کلتوري او تعلیمي فعالیتونو د یوځاي کیدا په برخې کې یو فعال مرکز دی.

د نندارتون جوړوونکي هیله لري چې د ساراتوف نندارتون د کلتوري خبرو اترو د پیاوړتیا لپاره یو پل وي او ځوان نسلونه وهڅوي چې قرآن نه یوازې د یو دیني کتاب په توګه، بلکې د یو جامع کلتوري او معنوي پیغام په توګه درک کړي.

باید ووئيل شي، د  قرآن نړئ نومې  نندارتون د قطر او د روسيې د فیډریشن د کلتوري او دیني همکارۍ په چوکاټ کې ترسره کېږي او په دویم پړاو کې چې تر ۲۰۲۵ کال د اکټوبر تر شپږمې پورې دوام کوي، د مسکو، ساراتوف، سارانسک او قازان ښارونه به ئې هم  د پروګرامونو کوربه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د دې نندارتون لومړی پړاو په ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې یوازې په مسکو کې ترسره شوی و.

https://iqna.ir/fa/news/4306656

captcha