ایکنانیوز د ټیلیګراف ویپ پاڼې له قوله راپور راکړید حرمین شریفین د خبرونو خپرولو یوې ټولنیزې پاڼې «انساید دی حرمین» د سرچینو په حواله ویلي چې شاهي محکمې د سعودي عربستان د نوي لوي مفتي او د عالمانو د عالي شورا د مشر ټاکنه اعلان کړه.
،شیخ ډاکټر صالح بن حمید د سعودي عربستان د نوي ستر مفتي او د علماوو د عالي شورا د مشر په توګه وټاکل شو.
د رسنیو د راپورونو پر بنسټ، دا پرېکړه د ۲۰۲۵ کال د ستمبر پر ۲۳ نېټه د پخواني ستر مفتي شیخ عبدالعزیز بن عبدالله آلالشیخ تر مړینې وروسته وشوه. شیخ عبدالعزیز بن عبد الله آل شیخ وړمه ورځ په ۹۲کلنۍ کې مړ شوی دی.
شیخ ډاکټر صالح بن حمید په ۱۹۴۹م کال کې د البوکریه په سیمه کې زېږېدلی دی.
هغه له ۱۹۸۴م کال راهیسې د کعبې امام دی او له دې وړاندې یې د عرفات په مسجد نمره کې د حج خطبه هم ورکړې ده