IQNA

د مسجدالاقصي سپيڅلي ځاي د وخت  او ځاي د ویش تپل به خطرناکې پایلې ولري

13:22 - September 27, 2025
د خبر لمبر: 3491772
ایکنا - د مسجدالاقصي خطیب اعلان کړی چې صهیونيسټي نیواکګر ددغه مقدس ځای د وخت او ځاي د ویشلو  د تپلو په موخې سره له خپلو عیدونو څخه ناوړه استفاده کوي.

  ایکنانیوز د  فلسطیني خبري آژانس  شهاب له قوله راپور راکړی؛  د مسجدالاقصي خطیب، شیخ عکرمه صبری ، د صهیونيسټي  رژیم د کرغیړنو اقداماتو او د هغوی د پایلو په اړه خبردارۍ ورکولو سره، څرګنده کړه چې صهیونیسټان  له خپلو  اخترونو څخه د  الاقصي جومات په وړاندې د هدفي او منظمو بریدونو د زیاتولو لپاره ناوړه استفاده  کوي.

عکرمه صبری دوام ورکړی چې د نیواکګرو موخه  د مسجدالاقصي  د وخت او ځاي  تپل دي  او په نهایت کې د مسلمانانو د شتون ختمول او له مینځه وړل دي.

هغه  یو ځل بیا ټینګار وکړ چې  الاقصی جومات د مسلمانانو حق دی او یوازې په  هغوي پورې اړه لري، او دا حق د الهی امرونو لخوا تائید شوی دی.

د الاقصی جومات خطیب همدا راز څرګنده کړه چې د صهیونيسټي نیواکګرو له خوا پر دین او د بیان پر ازادۍ د دباؤ زیاتول، د دوي د ډیکټاتورئ د خوي څرګندو نه کوي او د نیواکګرو د ډموکراسۍ ادعا رسوا کوي.

هغه په پای کې له  مسلمانانو  غوښتنه کړې چې د نیواکګرو  د شیطاني پلانونو په مقابل کې دې په  مسجدالاقصي کې پیاوړی او دایمي شتون ولري.

مخکې له دې، افراطي یهودي ډلې د عبري نوي کال په پیل کې په الاقصي جومات باندې  د پراخو بریدونو غوښتنه کړې وه.

په تېرو درو شپو ورځو کې هم  د صهیونیسټ میشته ښارګوټو  څه د پاسه اته سوه صهیونیسټي اوسیدونکو  د نیواکګرو  پولیسو په ډیر ملاتړ سره  په الاقصی جومات یرغل کړی دی.

د قدس د اسلامي وقف ادارې څو ځله د دغو یرغلونو  د بندولو غوښتنه کړې ده، خو د صهیونيسټي رژیم چارواکو دې غوښتنې ته پام نه دی کړی.

https://iqna.ir/fa/news/4307003

captcha