ایکنانیوز د رویټرز له قوله لیکلي: د هند امنیتي ځواکونو د پنجشبنې په ورځ په لداخ سیمې کې په تګ راګ لګولی دی؛ دا سیمه چې په تېرو څو شپو ورځو کې د فیډرالي سیمې د خپلواکۍ غوښتنه او د کاري ونډې د وېش غوښتنې سره د تاوتریخجنو احتجاجونو شاهده وه، چې په کې لږ تر لږه څلور کسان ووژل شول.
له سیمې څخه مخابیره شوي انځورونه ښئي چې دکاندارانو او خلکو د پولیسو د د زیاتیو په وړاندې په هغې احتجاجي بلنې سره پکې ګډون کړی، چې د کارګیل د ډیموکراتیک اتحاد په وروستئ اعلامیې کې ئې اعلان کړی چې د سیمې د سیاسي، ټولنیزو او سوداګریزو ډلو استازي دي.
د لداخ د پارلمان استازي محمد حنیفه ، په X پروګرام کې وویل: «زه د خپلو زده د مړینې په اړه د عادلانه، بې طرفه او وختي څېړنې غواړم.» هغه همدا راز د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې غوښتنه وکړه او له مسئولانو ئې وغوښټل چې ددغو وژلو ځواب دې ووائي.
باید ووئيل شي،بودايي-مسلمان میشته لداخ سیمه چې له چین سره ګډه پوله لري، په ۲۰۱۹ کې کله چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي حکومت، دا له جامو او کشمیر صوبې څخه جلا کړه څو په مستقیم ډول ډهلي نو تر مدیریت لاندې ورشي، خپلواکي ئې له لاسه ورکړه. همدا راز دوې سیمې «له» او «کارګیل» چې اکثریت ئې مسلمانان دي، په ۱۹۹۹ کې د هند او پاکستان ترمینځ د پوځي نښتو ډګرونه ؤ چې ددغې سیمې دوې ګڼ نفوسه برخې دي.
https://iqna.ir/fa/news/4307007