ایکنانیوز د الرأیه له قوله راپور راکړ، دا نندارتون د قطر د اوقافو او اسلامي چارو په وزارت پورې اړوند د «شیخ جاسم بن محمد بن ثاني» د قرآن سیالۍ د تنظیم کمیټې په ملاتړ ترسره شو او په کې بېلابېل کلتوري، قرآني او تعاملي پروګرامونه شامل وو.
د روسيې د مسلمانانو دیني ادارې د مسکو د قرآني نندارتون په جوړولو کې همکاري درلوده او د اسلامي یووالي او کلتوري ګډ سوله ایز ژوند پر اهمیت په ټینګار سره یې د قرآن اهمیت او مقام د یوه معنوي او کلتوري الهامبخښونکي سرچینې په توګه روښانه کړ.
په دغې غونډه کې د نوې ټکنالوژۍ او مجازي واقعیت (VR) تجربې په کارولو سره، بېلابېل قرآني پروګرامونه او تعلیمي ورکشاپونه د قرآني تجربې د ملموس او زړهراښکونکي کولو په موخې سره ترسره شول، چې موخه ئې په ځانګړې توګه د قطر او روسيې ترمینځ د نړیوالو اړیکو پیاوړي کول وو.
همدارنګه، د نادرو قرآنونو او د قرآن د زاړو نسخو او جزؤ یا سپارو نندارې، د لومړنیو اسلامي پړاؤنو ،په مکه کې د مجازي واقعیت له لارې اشنایي، د عربي خوشخطۍ هنري او تعلیمي ورکشاپونه، د قرآن تلاوت او د تجوید د زدهکړې ورکشاپونه، او د ماشومانو ،زلمیانو او ځوانانو لپاره د حفظ او تلاوت سیالۍ د دې غونډې نور پروګرامونه وو.
د نندارتون یوه برخه د اسلامي فلمونو اوونۍ ته ځانګړې شوې وه، چې په ترڅ کې ئې د قرآني کیسو، د پیغمبرانو د ژوند او د اوسمهاله دیني او کلتوري موضوعاتو په اړه فلمونه نندارې ته وړاندې شول.
یادونه وشوه چې د قرآن نړئ نومې نندارتون د جمعې په ورځ، یعني د وږي یا سنبلې د میاشتې په ۲۱ د مسکو په جامع جومات کې پرانیستل شو او د سنبلې دمیاشتې تر ۲۴ پورې ئې دوام درلود.
د دې نندارتون دویمه دوره، چې تر ۲۰۲۵ کال د اکتوبر تر ۶ (د روان کال د تلې تر ۱۴ ) دوام لري، د مسکو ترڅنګ په ساراتوف، سارانسک او قازان ښارونو کې هم ترسره کېږي.
دا غونډه د وږي له ۲۸ تر ۳۱مې پورې په ساراتوف جامع جومات کې ترسره شوه، په سارانسک کې ئې پروګرامونه د تلې د میاشتې له ۴ پیل شوي او تر ۷مې به دوام کوي.
د تلې میاشتې ۹ نیټه هم په قازان کې د دغه نندارتون د پای نېټه اعلان شوې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4307348